Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ ونیول شوه

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي له پاکستانه هېواد ته په يو ټيلر موټر کې د ترګریزو کړنو په موخه را ليږدونکي لس زره کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي یې نیولي دي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي چې د ملي امنيت  منسوبينو د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي لس زره کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي چې له پاکستان څخه ننګرهار ته را ليږدول کېدل نیولي دي.

دی زیاتوي چې له یاد ټیلر سره یو سراچه ډوله موټر او درې کسان هم نیول شوي دي.

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې د ملي امنيت منسوبينو د مومندرې ولسوالۍ په تورخم بندر کې لس ميله تومانچې، شل شاژورونه، چې د يو کس له لوري له پاکستانه جلال اباد ته راليږدول کيدل لاس په لاس نیولي.

دی زیاتوي چې یاد چاودېدونکي توکي د سمنټو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو.

چاودېدونکي توکي

د ننګرهار والي وايي په یوه ټیلر کې زر کیلوګرامه ځای پر ځای شوي چاودېدونکي چې د تورخ_ جلال آباد پر لویه لاره له پاکستانه هېواد ته را د ننه شوي وو نیولي دي

شریک یي کړئ