Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ملي ایتلاف پلویان د ټاکنو پر روڼتیا ټینکار کوي

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د ملي ایتلاف یو شمېر پلویانو یو ځل بیا په هېواد کې پر رڼو ټاکنو ټینګار وکړ.

دوی چې نن(شنبې د وږي۳۱مه) له موټریز کاروان سره د ښار په بېلابېلو سیمو کې ګرځېدل، او په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي غوښتنه او د رڼو ټاکنو ترسره کېدو شعارونه یې ورکول.

جان عالم یو له هغو کسانو دی چې په دې کاروان کې یې برخه اخیستې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته له ګڼو نورو ځایي اوسېدونکو سره یو ځای راغلی. هغه وايي، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خلکو ته په ټاکنو کې د روڼتیا تضمین ورکړي او بیا دې ټاکنې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:«‎که حکومت مثب ځواب رانه‎کړ، موږ راتلونکي کې بیا ډېر پروګرامونه لرو. موږ انتخابات غواړو، شفاف یې غواړو او هېڅ ډول خیانت نه منو.»

په همدې لړ کې د جمیل الرحمن شینواري په نامه یو بل فعال ځوان هم د یاد لاریون او موټریز کاروان غړی هم د راتلوونکو ټاکنو پر روڼتیا شکمن دی او غواړي ترڅو دا بهیر بایومېټریک شي.

هغه وايي:«‎عدالت غواړو، حق غواړو، دا ولسونه همدې ټاکنو لپاره بیا راجګ شوي دي. بیا باید د ولسمشر غني او اجراییه ریاست د ټاکنو په څېر حالت تکرار نه‎شي.»

په همدې ترڅ کې د ملي ټلوالې د مشرتابه شورا غړی حاجي حضرت علي ګواښ کوي که د ټاکنو پر وړاندې د درغلۍ او جعل کارۍ ستونزې ختمې نه‎شي؛ نو په بېلابېلو ولایتونو کې به پر پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي.

د حاجي حضرت علي په خبره:‎«‎له ټولو غوښتنه هم دا ده، هم له نړیوالې ټولنې، هم له کمېسیون او هم له حکومت څخه چې باید د ولس په همکارۍ رڼو ټاکنو ته زمینه سازي وکړي. د خلکو اواز ته دې لبیک ووايي او که یې ونه وايي؛ نو ټولو ولایتونو کې به کابل ته لارې بندې کړو او اعتراضونه به دوام وکړي.»

هم مهاله په جلال اباد ښار کې مدني فعالان هم د راتلوونکو ټاکنو په تړاو خبري ناسته کې ټینګار کوي چې د ټاکنو کمېسیون او حکومت دې د قانون له مخې پر وخت ټاکنې وکړي.

د لطیف واحدي په نامه په ختیځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر هم پر رڼو ټاکنو ټینګار کوي او د یادې ناستې په ترڅ کې د نړیوالو ترڅنګ له افغان حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیونه غواړي، ترڅو د خلکو غږ ته پاملرنه وکړي.

هغه په راتلوونکو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو دریځ ته په اشارې سره ټینګار کوي چې په ټاکنو کې دې د درغلۍ مخنیوي لپاره لارې چارې ولټول شي.

نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټاکنو د بایومېټریک کېدو غوښتنې شوي او همدا راز په ځېنو ولایتونو کې بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو مخې ته اعتراضیه خېمې هم درول شوې دي.

د ننګرهار ځوان فعالان هم د یاد لاریون او موټریز کاروان غړي هم د راتلوونکو ټاکنو پر روڼتیا شکمن دي او غواړي ترڅو دا بهیر بایومېټریک شي.

شریک یي کړئ