Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نورستان کې ۵۵۰کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ونیول شول

د نورستان امنیه قوماندان، صابر آرین وایي، د دې ولایت مرکز پارون کې یې ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ظبط کړي دي.

ښاغلی ارین وایي، چاودېدونکي توکي یوه ډاډسن موټر کې د سبزیو لاندي ځای پر ځای شوي وو چې امنیتي ځواکونو کشف کړي.

د نورستان امنیه قوماندان وایي، د دې کشف شویو چاودېدونکو موادو په تړاو ۲ تنه نیول شوي دي.

نوموړی څرګندوي:« لارۍ کې یې چاودېدونکې توکي ځای پر ځای کړي وو، او پر دولتي بنسټونو یې د بریدونو هوډدرلود. موږ د منظم پلان له مخې له نیکه مرغه یو موټر چې یوولس بوجۍ چاودېدونکې توکي یې په کې بار کړي وو، له دوو کسانو سره ونیول.  دغه  ۵۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي د نورستان مرکزد پارون دروازې ته څېرمه ونیول شول.»

د نورستان د پولیسو په وینا، ترهګرو غوښتل پر دې چاودېدونکو موادو د دولتي ادارو کارکونکي په نښه کړي.

ښاغلی آرین وايي د نیول شویو کسانو دوسیه تر دوران لاندې ده چې عدليې او قضايي بنسټونو ته به وسپارل شي.

د نورستان امنیه قوماندان وایي، د دې کشف شویو چاودېدونکو موادو په تړاو ۲ تنه نیول شوي دي

شریک یي کړئ