Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور:له بلخ څخه مې تلل یا پاتې کېدل د جمعیت په پرېکړې پورې اړه لري

عطا محمد نور وايي چې هېڅوک نه‎شي کولای هغه له بلخ څخه لیرې کړي خو که‎چېرې د حمعیت اسلامي مشرتابه په دې اړه پرېکړه وکړي، هغې ته به درناوی وکړي.

ښاغلي نور چې نن په مزار شریف کې د عبدالقادر ذبیح الله د تلین په مراسمو کې وینا کوله، له بلخه د هغه ګوښه کېدل یې توطیه وبلله.

د هغه په اند، ارګ او سپیدار، په افغانستان کې د نړیوالۍ ټولنې له حضوره ناوړه استفاده کوي او په هېواد کې له جهادي مشرانو او سیاستوالو سره د خپلو شخصي حسابونو د تصفیې په لټه کې دي.

هغه په دې اړه وویل:«تاسې (ولسمشر او اجراییه رییس) د خپلو غیر موجه او غیر خلاقي غوښتونو د پوره کولو لپاره د نړیوالۍ ټولنې له حضوره ناوړه ګټه مه اخلئ او څوک مه ګواښئ. هغوی (نړیواله ټولنه) ځان له خلکو سره نه مخامخ کوي.»

د ښاغلي نور دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې تېره اوونۍ، ولسمشر غني، د بلخ د ولایت له مقام څخه د هغه استعفا پاڼه لاسلیک کړه او هغه په ځای یې مهندس داوود یې د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړ.

ښاغلی نور، د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو اصلي لامل د اجراییه رییس له دښمنۍ څخه ډک چلند سره تړلی بولي او ښاغلی عبدالله د «لستوڼي مار» په څېر بولي.

هغه وايي، چې عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند له ادرسه د اجراییه ریاست څوکۍ ته رسېدلی، خو د دغه ګوند پر خلاف کار کوي.

عطا محمد نور په دې اړه وویل:«که‎چېرې د ګوښه کېدو ۲۰ یا ۳۰ سلنه لامل مې ولسمشر وي، ۷۰ تر ۸۰ سلنه عبدالله دی. هغه خپل غاښونه ما پسې تېرې کړي دي. خو، د خدای په مرسته د هغه غاښونه پرې ماتوم.»

هغه وايي چې نه ولسمشر او نه هم اجرايي رییس د دې واک لري چې هغه د بلخ د ولایت له مقام څخه لیرې کړي؛ ځکه د هغه په اند، ولسمشر (د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو) د معاملې طرف دی او عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند نوماند.

عطا محمد نور، له بلخ ولایت څخه د ځان د ګوښه کولو بل دلیل په شمالي ولایتونو کې له ناامنۍ سره هم تړلی بولي.هغه وايي چې له دغه ولایت څخه د هغه د لیرې کېدو لپاره ځينې هڅه لري چې د طالبانو او داعش پروژې په دغو ولایتونو کې عملي کړي.

هغه له خپلو هغو پلویانو څخه چې په امنیتي بنسټونو کې دي وغوښتل چې د دغو ډلو په وړاندې له خپل ټول ځواک سره مبارزه وکړي.

ښاغلي که‎څه هم وویل چې د جګړې پلوی نه دی، خو ګواښ یې وکړ که‎چېرې حکومت له قهریه ځواک څخه د جمعیت په وړاندې کار واخلي، هغوی به له ځانه دفاع وکړي.

ښاغلي نور په دې اند دی چې ارګ او سپیدار، په افغانستان کې د نړیوالۍ ټولنې له حضوره ناوړه استفاده کوي او په هېواد کې له جهادي مشرانو او سیاستوالو سره د خپلو شخصي حسابونو د تصفیې په لټه کې دي.

شریک یي کړئ