Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور: د افغانستان ملي لوی ائتلاف اعلانوو

طامحمدنور له دوه میاشتني بهرني سفر وروسته بلخ ولایت ته راغی، نوموړي تر راتګ وروسته وویل که د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په اړه ډاډه نشي نو د «د دوو کالو لپاره د مؤقت حکومت وړاندیز» وکړي.

دی زیاتوي چې ډېر ژر به کابل کې د افغانستان لوي ملي ائتلاف اعلان کړي چې په کې ګوندونه او د افغانستان وتلي څېرې ګډون لري.

جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس، عطامحمد نور څرګندوي، داسې قضیه نه لري چې له  امله یې د راتلو اجازه ونلري:«هر وار چې بهر ته ځم داسې ګنګوسې کېږي چې د راتګ اجازه نه لرم، په یاد ولرئ چې ما نه داسې کار کړی چې اجازه ونلرم او نه هم داسې دوسیه لرم.»

له دې مخکې داسې اوازې وې چې د اسلامي جمعیت اجراییه ریس د اختر په دویمه مزارشریف ته راغلی خو د سپرلۍ الوتکې ته یې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې، مګر اوس نوموړی دا د خپلو سیاسي مخالفینو لخوا اچولې اوازې بولي.

د بلخ ولایتي شورا رئیس، افضل حدید څرګندوي:«هیله ده چې د راتګ سره(محمدنور) خپله څوارلس کلنه تجربه شریکه کړي او هغه ولسي ځواک چې لري د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.»

د ولسمشر لخوا د بلخ د پخواني والي عطامحمدنور تر ګوښه کولو وروسته په بلخ کې د ناامنیو او جنایي جرمونو د زیاتوالي په اړه انديښنې موجودې وې خو اوس له سفره د ښاغلي نور په راستنیدو ددې ولایت ځینې اوسیدونکي باوري دي چې د جنايي جرمونو او د نامسووله وسله والو د فعالیت مخه به بیرته ونیول شي.

په دې لړ کې عطامحمدنور هم د بلخ له امنیتي ځواکونو غواړي چې په دې ولایت کې د نامسووله وسله والو د فعالیت د مخنیوي لپاره جدي عمل وکړي او په دې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکوي.

نور: د افغانستان ملي لوی ائتلاف اعلانوو

عطامحمدنور هم د بلخ له امنیتي ځواکونو غواړي چې په دې ولایت کې د نامسووله وسله والو د فعالیت د مخنیوي لپاره جدي عمل وکړي

شریک یي کړئ