Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور هېواد ته د جنرال دوستم "بې‎قید او شرط" راستندو غوښتنه وکړه

د بلخ والي او د افغانستان اسلامي جمعیت غړي، عطامحمد نور نن( سې‎شنبې د زمری ۱۰مه) د افغانستان ژغورنې ائتلاف لومړۍ غونډه کې خپل دفتر ته د جنرال دوستم "بې‎قید او شرط" راستنېدو غوښتنه وکړه.

ده یادونه وکړه چې د جنرال دوستم راستنېدو ترڅنګ د اداري اصلاحاتو کمېسیون انحصار پای او ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل یې اصلي غوښتنې دي.

نوموړي وړاندې وویل که ارګ کې شته کسان عدالت تامین نکړي، خپل غرور پای‎ته ونه رسوي او د ځواک انحصار پای‎ته ونه رسوي، نشي کولی خپل کار ته دوام ورکړي.

ده د امنیتي حالت په اړه وویل:«هېواد کې هره ورځ خرابیږي او سلګونه افغانان ژوند له لاسه ورکوي. ناکاره امنیتي چارواکي باید لیري شي.»

نور وویل چې دولت کې باید ټول قومونه ونډه ولري.

ده زیاته کړه چې وروسته له دې زموږ لوری ولسمشرۍ ماڼۍ ده، نه اجرائيه ریاست.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق په دې ناسته کې وویل:«له ګوندونو سره خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به ائتلاف وشي.»

د افغانستان ژغورنې ائتلاف د جمعیت اسلامي، د افغانستان ملي وحدت او د افغانستان اسلامي جنبش ګوندونو د روان زیږدیز کال د جولای په لومړیو کې جوړ شو او ه اعلامیې په صادرولو سره یې له حکومت څخه خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د بلخ والي، عطامحمد نور د افغانستان ژغورنې ائتلاف لومړۍ غونډه کې هېواد ته د جنرال دوستم "بې‎قید او شرط" راستنېدو غوښتنه وکړه

شریک یي کړئ