Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور: ولسمشر مې غوښتنې منلي دي

عطا محمد نور  د جمعیت اسلامي حزب اجرایي رییس ټینګار کوي چې دغه حزب له حکومت څخه ۱۵ ولایتونه، ۳۰ سفارتونه او ۱۵ انتصابي سناتوران غوښتي دي او ولسمشر یې دغه غوښتنې منلي دي.

دی ټینګار کوي چې په حکومت کې د جمعیت د رول د پراخولو لپاره یې هڅې دوام لري او وايي، هغه مهال به په بلخ کې له بدلونو سره هوکړه وکړي چې له ولسمشر سره یې خبری ورستي شي.

د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي اجرایي رئیس وايي له دې امله چې اجرایي ریاست نه دی توانیدلی د خپلو پلویانو او متحدینو غوښتنې پوره کړي خواشینی دی.

عطامحمد نور زیاتوي د جمعیت اسلامي په استازیتوب له حکومت سره خبرې کوي او تراوسه دا خبرې مثبتې وې.

دی وړاندې زیاتوي:«د ملي یووالي هوکړې پلې کېدو، د لویې جرګې راغوښتونو ترڅنګ زموږ نورې غوښتنې دي تر څو په ملي او نړیوالو پرېکړو کې شریک ووسو. د افغانستان د وسله‎وال ځواک په ګمارنو کې ګډ ووسو او یو کمسیون ووسي، او دوه کسه غړي زموږ وي، ۳۰ سفارتونه موږ ته راکړل شي، ۳۰ معینیتونه موږ ته راکړل شي، یو شمېر خپلواکې ادارې موږ ته راکړل شي د سیمه‎ييزو ارګانونو په ګډون، ۱۰ تر ۱۵ والیان او په نړۍ کې نیمې کنسلګرۍ.» 

د بلخ سرپرست والي وايي هغه وخت به له خپلې دندې له ګوښه کېدو سره هوکړه وکړي چې له ولسمشر سره یې د خبرو پایله څرګنده شي.

نور وايي:«که پایله ناڅرګنده وي، پایله ښه وي، موږ خوښ یوو چې په بلخ ولایت کې بدلون راشي. ماته هم دندې وړاندیز شوې دي او نا ښه نیت شته چې زه دنده واخلم، خو ما تر اوسه پورې ټاکنه نه ده کړې.» 

ښاغلی عطامحمد نور همداراز ټینګار کوي د جمعیت اسلامي د غړو ترمنځ د لازیات یووالي لپاره هڅې کوي.

د یاد ګوند غړی، حفیظ منصور څرګندوي:«له یوې مودې وروسته له به روښانه شي چې آیا عبدالله کوم کار ونه کړ، هغه به د بلخ والي ترسره کړي او که نه. خو اوس یو څوک راغلی او وايي چې او غواړي چې له موږ سره مرسته وکړي او موږ یې هرکلی کوو.» 

عطامحمد نور وايي د اسلامي جمعیت او اجرایي ریاست له اړخه له حکومت سره خبرې کوي، هیڅکله په شخصي توګه معامله نکوي او شخصي ګټو ته به د خلکو پر ګټو غوره نه ګڼي.

نور: ولسمشر مې غوښتنې منلي دي

نور وایي:«د افغانستان د وسله‎وال ځواک په ګمارنو کې ګډ ووسو او یو کمسیون ووسي، او دوه کسه غړي زموږ وي، ۳۰ سفارتونه موږ ته راکړل شي، ۳۰ معینیتونه موږ ته راکړل شي، یو شمېر خپلواکې ادارې موږ ته راکړل شي د سیمه‎ييزو ارګانونو په ګډون، ۱۰ تر ۱۵ والیان او په نړۍ کې نیمې کنسلګرۍ.»

شریک یي کړئ