د ولسمشر له خوا د بلخ ګوښه کړل شوی والي عطامحمد نور په ملي یووالي حکومت کې هغه څه چې د واک تمرکز بولي په کلکه نوکه کوي او ګواښ کوي چې د دغه بهیر دوام، افغانستان د وېش له ګواښ سره مخ کوي.
عطامحمد نور په مزارشریف ښار کې د ملي مشورتي ناستې په نوم غونډه کې وویل چې متمرکز نظام له کړکېچ سره د هېواد د مخامخ کېدو یو لامل دی.
هغه زیاته کړه:«په وروستیو کلونو کې د افغانستان وېش ښيي چې دغه متمرکز نظام چې ټول تخمونه یې په یوې ټوکرۍ کې ایښي او ټول واکونه او قدرت یې د یوه کس په واک کې ورکړي، له فساد، ناامنۍ، بې وزلۍ، بدبختۍ، د مغزونو تېښته، تبعیض، د قومي کرکې پارول، ظلم او واک غوښتنې پرته هېوادوالو ته بل هېڅ څیز له ځان سره نهلري.»
اخوا ښاغلی نور وايي چې له حکومت سره د جمعیت خبرې اترې د دغه ګوند د دولس مادهییز وړاندیز په اړه بې پایلې پاتې دي:« مهم موردونه لکه ټاکنیز اصلاحات، د پارلمان د څوکیو ګوندي کېدل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د اساسي قانون تعدیل او له ریاستي څخه پارلماني ته د نظام بدلون بې پایلې پاتې دي.»
له بلخوا ولسمشر غني په هرات ولایت کې په یوه ناسته کې وايي د ولسمشر صلاحیتونه د یوه کس نه دی او د ښې حکومتوالۍ د بنسټیزه کولو لپاره یې عالي شوراګانې جوړې کړې دي.
ښاغلي غني څرګنده کړه:«د ولسمشر واکونه د یوه کس نه دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ دي؛ نو پر دې اساس د دغو عالي شوراګانو رامنځته کېدل د واکونو د بنسټيزه کېدو لامل کېږي.»
د دې ناستې ګډونوال د ولسمشر لخوا د بلخ د ګوښه شوي والي پر لیرې کولو او همداراز د سیاسي جنجالونو پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.