Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دپولیسو نویو قومندانانو ته د برمک ګواښ: بې پروايي د منلو وړ نه ده

په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د کورنیو چارو وزیر د ۱۶ ولایتونو امنیه قومندانان تبدیل کړل.

د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د کندوز، هرات، تخار، خوست، فاریاب، سرپل، لوګر، لغمان، غزني، نورستان، بدخشان، دایکني، بادغیس، کونړ ولایتونو او ۳۰۳ او ۸۰۸ زونونو ته نوي قومندانان معرفي شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د شنبې په ورځ له غرمې مخکې دغو ۱۶ ولایتونو او دوه زونونو ته د نویو قومندانانو د معرفي کولو په مراسمو کې وینا کوله، هغوی ته ګواښ وکړ چې په دنده کې د بې پروایۍ په صورت کې، له دندې به لیرې کړل شي.

هغه زیاته کړه:«په تېرو کې په ولایتونو کې د پولیسو مسوولین بې پروا وو او د رپوټ ورکولو سیستم یې دقیق نه وه، د پېرودنې په برخه کې فساد شتون درلود؛ له دې وروسته د کورنیو چارو وزارت هره موضوع په دقیت سره څېړي او امنیه قومندان چې بې پروايي وه، ترې پوښتل کېږي.»

ښاغلی برمک دغو امنیه قومندانانو ته پنځه میاشتې وخت ورکوي که‎چېرې په دغې موده کې دوی وتوانېدل چې پراخ تغیرات رامنځته نه شي کړی له دندو به ګوښه کړل شي.

ښاغلي برمک په ګواښوونکې لهجه وویل:«دغه نوي امنیه قومندانان له درې تر پنځو میاشتو فرصت لري، که‎چېرې په ولایتونو کې هر اړخیز تغیرات، که هغه د اداري فساد له پلوه وي او یا هم له حکومت سره د خلکو نېږدېوالی او یا هم د ناامنیو د کموالي له  پلوه وي رامنځته نه کړي، دوی به له خپلو دندو څخه ګوښه کړل شي.»

بلخوا اداري فساد، په ځينو ولایتونو کې خیالي پولیس په ځينو ولایتو کې خدمتي امنیتي ځواکونه د کورنیو چارو وزارت په وړاندې نورې ستونزې دي.

د کورنیو چارو وزارت معین امین الله کریم په دې اړه څرګنده کړه:« زه له امنیه قومندانانو څخه غوښتنه کوم چې د پیسو په لګښت کې رڼښت په پام کې ونیسي او همدارانګه خدمتي پولیس بیا خپلو ولایتونو ته ولاړ شي، ځکه چې د ولسمشر او کورنیو چارو وزیر د سپارښتنې له مخې نور د خدمتي پولیسو په نامه څوک نشته او نه هم ورته معاش ورکول کېږي.»

دغه وزارت له امنیه قومندانانو غواړي چې د هېوادوالو په امنیت ټينګښت کې له خپلو تجربو ګټه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت لوی معین جنرال مرادعلي مراد په ډاګه کړه:« د ولایتونو تازه امنیه قومندانانو له تاسو غوښتنه کوو چې له خپلو تېرو پوځي تجربو کار واخلئ او همداراز د خلکو ستونزې هوارۍ او د ترهګریزو کړنو په مخنیوي کې هڅه وکړئ.»

په دولتي بنسټونو کې ادلون او بدلون یو اصل بولي او زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه د په ولایتونو کې د امنیتي اوضاع د ښه‎والي او د پولیسو د کارونو د ښه‎والي لپاره نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د کندوز، هرات، تخار، خوست، فاریاب، سرپل، لوګر، لغمان، غزني، نورستان، بدخشان، دایکني، بادغیس، کونړ ولایتونو او ۳۰۳ او ۸۰۸ زونونو قومندانان تبدیل کړل.

شریک یي کړئ