Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوې څېړنه په پاکستان کې د ترهګرو د تولید له سترو مدرسو څخه خبرې کوي

په پاکستان کې د طالبانو او ترهګرو د روزلو درې لويي مدرسې د دغه هېواد پوځي او استخباراتي مرکزونو ته نږدې موقعیت لري.

یو وتلی پاکستاني څېړونکی وایي چې حقانیه او پنج پیر مدرسې په خیبر پښتونخوا او جامعه البنوریه په کراچۍ کې د ترهګرو او طالبانو د روزلو درې مهم مرکزونه دي چې د پاکستان د استخباراتو او پوځي مرکزونو ته نږدې پراته دي.

بلخوا په واشنګټن کې د افغانستان سفیر له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو دا هېواد له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزه وکړي.

له طالبانو سره جګړه په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر او پاکستاني خبریال او څېړونکي ډاکترمحمدتقي په ګډون د هاډسن په انسټېټوټ کې د بحث موضوع وه چې د په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني په کوربتوب ترسره شو.

په دغه بحث کې محمدتقي چې د طالبانو او په پاکستان کې د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د خبرونو په برابرولو کې ډیره تجربه لري د سیمې د ترهګرۍ هسته داسې بیانوي:

پاکستانۍ څېړونکی ډاکتر محمد تقي وویل:« دا د اکوړه خټک سیمه ده، دا هم حقانیه مدرسه ده، چې د حقاني ډلې مشر او ډېر نور طالبان له دې ځایه فارغ شوي او تراوسه هم په سلګونه زده کوونکي لري او د ترهګرۍ مرکز دی، خو د دې مرکز شاوخوا د پاکستان مهم پوځي او استخباراتي مرکزونه دي، له هغې ډلې د کومانډو قطعه، د مردان پوځي مرکز، د پېښور په هوايي ډګر کې د پوځ اډه، د صالح خانه پوځي مرکز، د نوښار پوځي اډه، د کمرې پوځي اډه او د حقاني له مدرسې لږ لیرې د پاکستان د پوځ اصلي اډه ده.»

په دغه بحث کې دافغانستان سفیر د پاکستان سیاستونو ته په اشارې سره وايي چې دې ته اړتیا ده چې د ترهګرو پر ملاتړو لازیات نړیوال فشار راوړل شي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب څرګنده کړه:« نړیواله ټولنه باید پر هغو هېوادونو لازیات فشار راوړي چې له ترهګرۍ خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره کار اخلي، زه خپلو ګاونډیو ته یو روښانه پیغام لرم، تاسو باید له موږ سره کار وکړئ او د سیمې د نېکمرغه راتلونکي یوه برخه شئ ترڅو افغانستان د سیمه‎يیزو همکاریو په مرکز بدل شي.»

ښاغلی محب زیاتوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د صلاحیتونو په زیاتوالي سره د طالبانو په زړونو کې وېره رامنځته شوې او دوی به د جګړې په ډګرونو کې لازیات له ماتې سره مخامخ شي.

په پاکستان کې د طالبانو او ترهګرو د روزلو درې لويي مدرسې د دغه هېواد پوځي او استخباراتي مرکزونو ته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه