Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نکلسون: د افغانستان سولې وړاندیز طالبانو ته «غوره» موکه ده

دناټو غوڅ ملاتړ قومندان، جنرال جان نیکلسون وايي چې اوس‎مهال د افغانستان په ډېرو برخو کې خلک د سولې غوښتنې لپاره ناستې کوي او دا طالبانو ته ښه موکه ده چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

جنرال جان نیکلسون دا خبرې دوشنبې ماښام د افغانستان پېژندونکې، نانسي دوپري یادونې بنسټ پرانیستلو پرمهال د ناټو غوڅ ملاتړ په مرکز کې وکړې.

ده زیاته کړه:«هغه ډول چې تاسي پوهېږئ، افغانستان کې د سولې ملاتړ په موخه خلک ناستې کوي په ځانګړې توګه شلو ولایتونو کې دوام لري. او دا کال طالبانو ته د ولسمشر غني وړاندیز سرمه سم کېږي چې د کابل بهیر په ناسته کې یې د سولې وړاندیز کړی وه. موږ هيله لرو چې طالبان دا د افغانانو په توګه د سولې او افغانستان کې د جګړې پای لپآره غوره موکه وبلي.»

په دې مراسمو کې د ناټو غوڅ ملاتړ په مرکز کې د افغانستان پېژندونکې، نانسي دوپرې په نامه یوه کوچنی بڼ پرانیستل شو. او افغانستان کې د نانسي دوپرې له کارکړنو درناوی وشو.

د افغانستان د مالوماتو مرکز رئیس، عبدالوحید وفا وویل:«دوپري د هغو کسانو لپاره چې غواړي د افغانستان په اړه پوه شي غوره لارښوده وه. له هغې څخه پاتې شوې کتابونه زموږ ټولو لپاره ښه سرچینه ده.»

د جان نکلسون مېرمن، نارین مدونالډ هم بیان کړه:«نانسي داسې شخصیت وه چې تاسو ورته اړتیا درلوده. هغه د ټولو کسانو لپاره بېلګه وه. پوهېږم چې اوس یې ټول همکاران او دوستان د هغې نشتون احساسوي.»

نانسي دوپري په افغانستان کې د کابل پوهنتون کې د افغانستان مالوماتو مرکز بنسټ ډبره کېښوده. نوموړې تېر ۲۰۱۷ زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د ۸۹ کلنو په عمر مړه شوه.
 
جنرال جان نیکلسون وايي چې امریکا متحده ایالاتونه افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره به د دې هېواد ترڅنګ پاتې شي

شریک یي کړئ