ویل کېږي، دواړه پېښې هغه مهال شوي چې ځايي مسلمانان پر لمانځه ولاړ وو. پېښه کې یو افغان توکمه نیوزلنډی وژل شوی او درې نور افغانان ټپيان دي.
روسیې، ترکیې، پاکستان، انډونیزیا، اسټرالیا، المان او ګڼو نورو هېوادونو دا پېښه غندلې ده.
افغان حکومت هم برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې ترهګري هېڅ دین نه پېژني. یاد برید پر مسلمانانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
بریدګر چې یوه کمره یې په سرپورې نښلولې وه، له دې پېښې تصویرونه اخیستي.
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره جاسیندا اردرن په دې اړه وویل:«روښانه ده چې دا یو ترهګریز برید و. موږ موندلې چې دا یوه پلان شوې پېښه وه.د چاودېدونکو توکو دوه وسیلې له دوو تورنو کسانو سره هم نیول شوې دي.»
د کراست چرچ د پولیسو قوماندان وايي، د دې پېښې په تړاو د یوې اسټرالیوۍ مېرمنې په ګډون څلور تنه نیول شوي دي. دا برید د نیوزلنډ په تاریخ کې یوه بېسارې پېښه شمېرل کېږي.
د النور جومات مولوي محمد جمعه څرګندوي:«هغه په نظامي لباس کې و او یوه وسله یې درلوده. ما ورته وویل، څه کوې؟ خو هغې له ما سره خبرې و نه کړې، خو ما ته یې لیدل. وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې او زه له هغه ځایه وتښتېدم.»
د پېښې عیني شاهد محمد نیسم وايي:«هغه مهال چې مې د ډزو غږ واورېد، د موټرو تر شاه مې ځان پټ کړ، خو ومې لیدل چې ډزې دوام لري. وروسته له دې مې له دېوال ټوپ کړ او جومات ته نږدې په یوه کور کې پټ شوم.»
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه رياست دا پېښه غندلې او وايي، ترهګر هېڅ دین او مذهب نه پېژني.
اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په دې اړه وايي:«د کراسټ چارچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بزدلانه ترهګریز برید له اورېدو ډېر خواشینی شوم. ترهګري په هېڅ دین پورې تړلې نه ده او هېڅ ډول مشروع موخه نهلري. موږ د دغه وحشیانه برید د قربانیانو لپاره دعا کوو. موږ د حکومت او نیوزلنډ خلکو ترڅن ولاړ یوو او دا کړنه غندو.»
اخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه غندلې ده، د هغه د دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:«ترهګري مشخصه جغرافیه نهلري او نه هم د ټولنې کومې مشخصې طبقې پورې تړوا لري، نو پر دې اساس د نړۍ ټول ملتونه باید له بشپړ جدید سره د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو لپاره د سولې یوه فضا رامنځته کړي.»
بل پلو اسټرالیا کې افغان سفیر وحیدالله ویسي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې پېښه کې یو افغان وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دا پېښه په نړیواله کچه هم له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
د نیوزلنډ کرایسټ چرچ ښار کې پر دوه جوماتونو د وسلهوالو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.