Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن: د افغانستان په جګړه کې باید بریالي شو

د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان، جنرال جان نېکلسن ټینګار کوي چې د افغانستان په جګړه کې ماته نه باید بریالي شو، ځکه چې دې جګړه کې بریالي کېدل، په خپلو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر وړندې د بریالي کېدو په مانا ده.

ده همدراز د افغان او بهرنیو ځواکونو له ټبیانو چې په افغانستان کې ټپیان شوي دي، درناوی وکړ.

ښاغلي نېکلسن د افغانستان جګړې په اړه وویل:«که په افغانستان کې مو ماته وخوړه، په دې مانا ده چې ترهګري مو خپل هېواد ته وړې ده. زموږ ماته به لامل شي چې ډېر شمېر کډوال له سیمې نورو هېوادونو ته مخه کړي او زموږ هېوادونو په ګډون به ترهګر پیاوړي شي. موږ ځکه په افغانستان کې یوو او باید بریالي شو.»

په دې مراسمو کې د پوځ پخواني سرتېري، نصیر احمد څرګنده کړه:«وطن پر موږ حق لري، که‎چېرې موږ د هېواد په لاره کې خپل ځان قربان کړو هم کمه ده.»

همداراز افغانستان کې د ناټو سرتېري، پټر څرګنده کړه:«مه له دې حالت څخه د وتو موکه پیدا کړه او هغه کار مې چې خوښ ترلاسه کړ، یعنې له ټپیانو پالنه. د مډال اخیستو په فکر کې نه وم، اوس هم ورته زیات فکر نه کوم ځکه چې په هر حالت کې خپلې دندې سره مینه لرم.»

په همدې حال کې ولسمشر غني هم د افغان ځواکونو له سرښندونو ستاینه وکړه.

ښاغلي غني وویل:«د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې زموږ د نوي نسل له قربانیو،زړورتیا، او مېړانې څخه مننه کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې افغانستان کې ورته ګډوډ حالات پاتې شول، ځکه د دې هېواد په اړه د امریکا کړنلارې اعلان ورته لویه پریکړه وه.

شریک یي کړئ