Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن طالبانو ته د جنایت کاره سازمان خطاب وکړ

په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن نن پنجشبنې (د وږي په ۲ مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې طالبان په یوې جنایت کاره سازمان بدل شوي چې له نشه‎يي توکو، سړي تښتونې او وژنې سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن او په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست هوګولارنس په یوې ګډې خبرې ناسته کې وایي، امریکا د داعش، طالبانو او حقانې ډلو پر څېر د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. او دوی وایي، طالبان باید د سولې له بهیر سره یو ځای شي که نه نو پر دوی به فشارونه زیات شي.

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.

هغه زیاته کړه:«طالبان یوه ساده ټاکنه لري له خپلو هېوادوالو سره د جګړې درېدل،د بې ګناه ولسي وګړو د وژلو درول او د سختۍ او بدبختۍ درول دي.»

هغه همدارنګه وویل:«چې  په افغانستان کې به هېڅ کله ماتې و نه خوري.»

امریکا متحده ایالاتونه به په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

د امریکا دغه دوه لوړپوړي چارواکي ټینګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه هېڅکله د جګړو په میدان کې ناکامه شوي نه دي او د امریکا د ملاتړ په زیاتېدو سره دوی به د جګړې په ډګر کې لا ښه وځلېږي.

د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي له پاکستان څخه غواړي ترڅو له ترهګرو ډلو څخه نور ملاتړ ونه‎کړي که‎ نه نو د امریکا له سختو فشارونه سره به مخ شي.

د نېکسن په خبره د طالبانو ځانګړي کسان یا د طالبانو د سرو قطعو کسان په څو ولایتونو کې وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، طالبانو په یو جنایت کاره ډله بدله شوې ده او د نشه یې توکو د سوداګرۍ ، د خلکو د تښتونو او  د ملکیانو وژلو له لارې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ