د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جنرال جان نېکلسون په ننګرهار کې د امریکا د غیر اټومي ستر بمي برید موخه د داعش ډلې د پټنځای د له منځه وړلو لپاره بولي.
د پنجشنبې شپي پر ۰۷:۳۰ دقیقو د امریکا د ملي پوځ له خوا ستر غیر اټومي بم یې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مهمند دره کې د داعشیانو په اډو او سمڅو کار واخیست.
د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جنرال جان نېکلسون د جمعې په ورځ په یوې خبرې ناسته په حضور سره وویل چې د داعش په واسطه د پټنځایونو د رامتځته کېدو ،په سیمه کې د ماینونو اېښودل او د ځمکنیو عملیاتو ناکامېدل،له امله د داعش په وړاندې وکارول شو.
د هغه په وینا:« دا وسله د داعش د خراسان څانګې په وړاندې د هغوی د پټنځایونو د لهمنځه وړلو په موخه وکارول شو. د دې وسلې د کارولو موخه په ننګرهار کې د داعش لهمنځه وړل دي.»
د پرېکنده مأموریت قوماندان همداراز په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستاني ترهګرو اړیکه لرل د سیمې لپاره جدي ګواښ بولي.
نېکلسون زیاتوي:« نړۍ باید افغانستان ته پاملرنه وکړي، او په افغانستان کې د څو ترهګرو ډلو په وړاندې مبار زه وکړي. موږ په افغانستان او پاکستان کې د کابو شلو ترهګرو ډلو د فعالیت شاهد یو، کله دا ډلې له یو بل سره همکاري کوي خو په دې اړه اندېښنه لرو.»
په تېرو پنځلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د تر ټولو ستر بم څخه د افغانستان په جګړه کې کار اخیستل کېږي.
د بهرنیو ځواکونو دا برید له یو شمېر غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا برید د افغانستان د ملي واکمنۍ څخه ښکاره سرغړونه بولي.
د حامد کرزي دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي:« دا برید په کلکه غندو ، دا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه نه ده، د بم کارول غیر انساني کار دی او دا د څو خطرناکو وسلو د آزمویلو لپاره د افغانستان له خاورې ناوړه کار اخیستل دي.»
طالبانو هم په خبرپاڼه کې د دغه بمي برید په اړه داسې غبرګون ښودلی:«په افغانستان کې داعش له شتونه مخنیوی د افغانانو خپل کار دی، که د داعش په نوم خلک قتل عام کوي او خپلې وسلې آزمویې، دا د جګړې د دوام لپاره یوه پلمه ده او جواز نه لري.»
په فېسبوک کې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار ته منسوبې پاڼې دا برید پوښتنه رامنځته کوونکی بللی دی.
حبیب الرحمان حکمتیار ته په منسوبې پاڼې کې راغلي دي:« پخواني خواږه دوستان او ترخه دښمنان یعنې طالبان او داعش چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام لامل شول، هم په خپل لاس او هم د امریکایانو لخوا افغانان وژني.»
خو افغان حکومت له دغو عملیاتو په ملاتړ سرهوايي چې دغه بم له دوی سره په همغږۍ کې د داعش پر اډو توغول شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«موږ څلور ځله ځمکني عملیات ترسره کړل او زموږ امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لرله،خو هغوی سیمې کې ماینونه اېښي وو او د هغو د له منځه وړلو لپاره یې له دغې جنګي وسلې څخه کار واخیست.»
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«د ځینو سیاسي ډلو په ځواب کې باید ووایم چې له دغه برید څخه موخه د هغو کسانو د وینې غچ وه چې د خپلې کورنۍ غړي یې د دغو ډلو د بریدونو په پایله کې له لاسه ورکړي دي او خلکو ته د حکومت ژمنه دا وه چې د هغوی غچ اخلي.»
په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال له دې برید سره مخالفت کړی دی.
ښاغلي زاخېلوال په خپل ټویټ کې لیکلي دي کهچېرې بم د حل لاره وای نو اوس به افغانستان د نړۍ په امن هېواد بدل شوی وو.