Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسون: د سولې په اړه زما څرګندونې غلطې تعبیر شوي

په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت د سې‎شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶ مه) اعلان وکړ چې له طالبانو سره د احتمالي مستقیم خبرو په اړه د دغه ماموریت د قومندان جنرال جان نېکلسون څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.

د پرېکنده ملاتړ مامویت په خپرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۵ مه) خپره شوې، هغو رپوټونو ته نغوته شوې وه چې ښاغلي نېکلسون له طالبانو سره په نېغه توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خبرې تکرار کړې وې.

ښاغلي نېکلسون په دې اړه ویلي:«امریکا د افغانستان د خلکو او د دغه هېواد د حکومت ځای ناستې نه ده.»

د رویټرز خبري اژانس پر حواله نېکلسون په دغې خبرپاڼه کې ویلي:«زما له خوا د مایک پومپیو د څرګندونو تایید، چې په هغه کې د نړیوالو ځواکونو د وندې په اړه له طالبانو سره بحث، او همدارنګه دا چې امریکا له طالبانو سره د دوامدارې سولې په درشل کې، له افغان حکومت او افغانانو سره د کار لپاره چمتو ده، غلط تعیبر شوی دی.»

اخوا طالبانو تراوسه د ولسمشر غني له خوا د سولې وړاندیزونه رد کړي او ټینګار کوي تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، د سولې په بهیر کې به ګډون ونه کړي. طالبان همدارنګه ټینګار کوي چې د کابل له حکومت سره نه، بلکې له امریکې سره مذاکرې ته حاضر دي، خو امریکا له دې وړاندې د هغوی دا وړاندیز یې رد کړی وه.

واشنګټن تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې بهیر د خپله افغانانو په منځ کې او د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د نیوریاک ټایمز د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د ډونلډ ټرمپ اداره د دغه هېواد لوړپوړي ډیپلوماټ ته حکم کړی ترڅو په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای لپاره له طالبانو سره په نېغه توګه خبرې اترې پیل کړي.

د وروستۍ تګلارې بدلون چې د څو لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو له خوا تایید شوی، په دې منظور دي ترڅو دواړه خواوې خبرو اترو ته اړې شي او په دغه هېواد کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې افغان او امریکايي چارواکو درک کړې چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې پر طالبانو جدي اغېزه لرلې ده او د افغانانو پر مشرۍ د سولې مذاکرات هم ناکام وو.

په رپوټ کې لیکل شوي، د دې سربېره چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کومه ڼېټه نه ده تعیین شوې او شونې ده چې دا موضوع له خپل مسیر څخه بهر شي، خو د خبرو اترو د تعقیبولو لپاره د امریکا لېوالتیا، په افغانستان کې د بندون د ماتې لپاره د ټرمپ د ادارې بیړه ښيي.

اخوا طالبانو تراوسه د ولسمشر غني له خوا د سولې وړاندیزونه رد کړي او ټینګار کوي تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، سوله به ونه کړي.

شریک یي کړئ