د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۵ مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد په مالي هېواد کې د ملګرو ملتونو د سولهساتو ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ونډه چې په راتلونکي کال کې به پای ته ورسېږي، دغه ځواکونه به افغانستان ته واستوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«هالنډ له ملګرو ملتونو سره خپلې اوسنۍ مرستې د ۲۰۱۹ کال تر مۍ میاشتې به ودرول شي.»
د هالنډ د خبرپاڼې پر بنسټ په پرېکنده ملاتړ ماموریت کې به خپله ونډه زیاته کړي او همدارنګه دغه ماموریت ته به ۶۰ نور اضافي سرتېري واستوي.
دغه سرتېري به له ۱۰۰ نورو سرتېرو سره چې دمګړۍ په افغانستان کې دي، یوځای کېږي او ماموریت یې تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې به دوام وکړي.
د دغه هېواد دکورنیو چارو وزارت په وینا، دمګړۍ د مالي هېواد په ختیځ کې ګاو ښار ته نېږدې د کسټور په پنډغالي کې ۲۵۰ هالنډي پوځيان حضور لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هالند دولت د نویو لومړیتونو د تنظیمولو په حال کې دی، په افغانستان کې د ناټو د ملاتړ او دا تر یوه بریده د ناټوا و افغانستان په غوښتنه دی.