Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات او بادغیس کې سېلابونو ۲۰ تنه وژلي

د هرات او بادغیس ولایتونو ځايي چارواکي او اوسېدونکي د دې پخلی کوي چې په دغو ولایتونو کې د شدیدو سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لاهم ډېری کورنۍ د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

دا سېلابونه د پنجشنبې له غرمې وروسته راووتل او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

په ورته وخت کې ځايي چارواکي وايي چې په هرات، نیمروز، فراه او بادغیس کې وروستیو سېلابونو څه باندې نهه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر  په خپل نوي رپوت کې ویلي و چې په سوېلي ولایتونو کندهار او هلمند کې په زرګونه کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي او بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

په دغه رپوت کې همدارنګه ویل شوي وو چې څلور زره او ۶۹۸ کورنۍ او ۳۳ زره تنه په ګوته شوي چې بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

د دغه رپوټ پر بنسټ، یو زره او ۷۵۵ کورونه د سېلابونو د راوتلو له امله ویجاړ شوي دي او همدارنګه په دغو ولایتونو کې دوه زره او ۸۴۱ نسبي زیان لیدلی دی.

په فراه ولایت کې هم درې زره او ۲۰۵ کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي او بشپرپاله مرستو ته اړتیا لري.

هرات او بادغیس کې سېلابونو ۲۰ تنه وژلي

د هرات، نیمروز، فراه او بادغیس ځايي چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو څه باندې نهه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.

شریک یي کړئ