Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات او لوګر کې د کمېسیون له خوا د نوماندانو په رایو کې لاسوهنه

طلوع نیوز ته رسېدلي سندونه ښيي چې په هرات او لوګر ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونو تقلبي رایې هم معتبرې شمېرلې دي.

د ځينو نورو سندونو پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو دفترونو کارکوونکو د ناماندانو په رایو کې لاسوهنه کړې او د مشخصو نوماندانو لپاره یې رایې جوړې کړې دي. خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې دغو شکایتونو ته به رسېدنه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یوه مکتوب پر بنسټ باید د لوګر د شپږو مرکزو رایې باطلې شوې وای او په لومړنیو پایلو کې شمېرل شوې نه وای خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر دغه رایې شمېرلي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اطلاعاتي بانک هم ثبت شوې دي.

د لوګر ولایت د نوماندانو د ناظرانو مسوول  توریالی اکبري وايي:«په هغه ورځ چې د ټاکنو پایله اعلانېده د ورځ تر دوه بجو په نوملړ کې لومړی او د دویم هغه کسان وو چې واقعاً په لوګر کې یې رایه یې لرله، او پنځه بجې یوازې په ډالرو بدلون کوي. او په نوملړ کې هغه کسان چې لوګر کې ۵۰۰ رایې هم نه لري، لومړی، دویم او درېیم کسان کېږي.»

دغه سندونه ښيي، چې د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې د رایو ورکولو څو صندوقونه د ناامنیو په پلمه د پولیسو قومندانۍ ته له راوړلو وروسته دلته شمېرل شوي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه شکایتونه بابېزه ګڼلي دي.

د هرات ولایت د کشک رباط سنیګي ولسوالۍ کې د پایلو یوه پاڼه ښيي چې په دې مرکز کې څو نوماندان رایې نه لري خو د دې پاڼو په کاپیو کې د هغوی لپاره رایې اضافه شوې دي.

د دې ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په دې ولسوالۍ کې د رایو زیاتوالي پخلی کړی دی.

د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید وویل:«تفتیش او بیا شمېرنه او قرنتین کول اصلاً مفهوم نه‎لري په ځينو حالاتو کې موږ اسناد لرو چې دغه بیاشمېرنه د درغلۍ لپاره ترسره شوې ده.»   

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنیزو درغلیو د رایو ټولو شکایتونو ته به رسېدنه وشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګندوي:«د لومړنیو پایلو تر اعلانه کمېسیون خپل کار ته رسېدنه کوي کله چې موږ لومړنۍ پایلې اعلان کړې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغو صندوقنونو ته رسېدنه کوي چې پرې شک وي.»

له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د تقلبي رایو د شمېرلو او د ولسي جرګې د څوکیو د پلور په اړه ډېری سندونو شتون درلود.

شریک یي کړئ