Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې اورښتونه د خوشالیو ترڅنګ خلک له ستونزو سره مخامخ کړي

له وچکالیو وروسته سږ کال په هرات کې د نورو ولایتونو په څېر ډېر اورښتونه وشول، دې اورښتونو ډېرۍ کروندګر او خلک خوشاله کړل، خو ترڅنګ یې یو شمېر بې ځایه شوي کورنۍ هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هراتیان وايي په دې ولایت کې باید د اوبو زېرمه کولو په موخه د اوبو بندونه جوړ شي، تر څو اوبه کابو شي.

د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي له مسوولو ادارو غواړي د هېواد د اوبو د زیرمه کولو لپاره لوي او کوچني بندونه جوړ کړي.

د هرات ولایتي شورا غړی، غلام حبیب هاشمي وايي:« ټاکل شوې وه چې هرات کې درې د اوبو بندونه جوړ شي چې یو یې د کبګان، پاشدان او تیر پل بندونه جوړ شي، خو له بده مرغه یوازې د پاشدان بند چې یوه شرکت ته ورکړل شوی، پنځوس سلنه کار یې هم په اوو کلونو کې مخکې ته نه دی تللی.»

د هرات د کرنې ریاست وايي ددغو اوبو د زیرمه کولو لپاره د اوبو د بندونو نشتوالی د دې لامل شوی چې دغه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست د احصایې او ارقامو رییس، عتیق الله رومل وايي:«دا چې موږ څڼګ اوبه کابو کړو، تر اوسه افغانستان کې اوبه نه دي کنترول شوي دي، او زموږ له لاسه بهر دي، او آسانه لاره یې دا ده چې که په سطحه کې ترې استفاده نشو کولی، نو ځمکه کې یې تذریق کړو.»

اخوا د هرات سیمه ایز چارواکي بیا وايي د اوبو د څلویښتو بندونو او ویالو د جوړولو کار روان دی.

د هرات د والي ویاند، مجیب‌الرحمن فیضي وايي:«د اوبو کابو کولو لپاره شل پروژې د ۱۵۰ میلیونو په ارزښت په پښتون زرغون، اوبې، انجیل، ګذرې او زنده جان ولسوالیو کې په پام کې نیول شوې دي.»

دا اندېښنې او هیله مندي په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات د کرنې ریاست د اټکلونو له مخې۲۵۰ ملي متره اورښتونه به دا ولایت له وچکالۍ وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۲۴مه نېټه هرات کې سختو بارانونو دې ولایت ته الوتنې او تګ راتګ له خنډونو سره مخ کړې.

د هېواد په لویډیځه حوزه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس، عبدالحمید مبارز ویلي وو چې د سېلاوونو له کبله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

herat

د هرات ولایت د کرنې ریاست ]چارواکي څرګندوي چې سږ کال په دې ولایت کې تر دوه سوه اتیا ملي مترو اورښت شوی دی

شریک یي کړئ