د هرات د ملي امنیت ریاست، اته تنه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په لړ کې په دغه ولایت کې نیول شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، نیول شوي کسان تورن دي چې د دولتي بنسټونو محرم مالومات یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ورکړي دي.
د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني ویاند په دې اړه وویل:«د یوه کال په لړ کې، هغه کسان چې بېګانه هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور هرات کې نیول شوي شمېر یې اتو تنو ته رسېږي.»
خو د هرات ځايي چارواکي او همدارنګه د ملي امنیت ریاست د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه نه کړل چې دغو کسانو ورته جاسوسي کوله.
دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې حکومت کې تل د «پنځم ستون» د شتهوالي په اړه رپوټونه خپاره شوي، چې د هغه پر بنسټ کسان د حکومت له منځه د مشخصو بهرنیو هېوادونو لپاره کار کوي.