Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د لرغونو بازارونو بڼه بدلېدونکې ده

هرات کې سرپټي بازار کې لرغوني دوکانونه چې مخکې به په کې ورېښم پلورل کېدل، اوس د کاروبار خرابوالي له کبله یې هره ورځ یو دوکان تړل کېږي، او یا هم په دې دوکانونو کې د ورېښمو پر ځای نور توکي پلورل کېږي.

د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي له اوسني حالت ته په کتو اندېښنه څرګندوي او له ځایي چارواکو غواړي چې د دې ولایت لرغنتوب ته زیاته پاملرنه وکړي.

سرپوښل شوی باز یا تیمچه د دې ولایت له مهمو لروغونو شمېرل کېږي. په دې راپور کې د عبدالخالق په نامه مشهور پوښل شوي بازار د هټۍ والو سره خبرې شوې دي.

د تېرو څو کلونو جګړو او په همدې سیمه کې د هټۍ‌والو له قوله، د دې بازار ګوټي ګنبدونو ته نه پاملرنه اوس دا زړه راښکوونکې سیمه د نابودۍ له خطر سره مخ کړې ده.

عبدالعلي چې له پنځوس کلونو راهیسې په دې همدې بازار کې هټۍ لري وايي، دا پخوانی بازارګوټی، څو قرنه تاریخي قدامت لري.

هټۍ‌وال، عبدالعلي وايي:«دا دوکانونه چې ګورئ د وراندېدو په حال کې دي، او ورو ورو رالویږي.»

د هرات دې پخواني بازار کې وړاندې راکړې ورکړې یو جلا رنګ درلود، اوس په کې د کار روزګار چندان مزه نه شته.
د ورېښم ګنډونکو لپاره یو سرپټې سیمه هرات کې یو بل پخوانی بازار دی، خو اوس دا بازار هم شاړ شوی دی او هټۍ‌وال هم مجبور شوي چې خپلې هټۍ وتړي.

هټۍ‌وال، نثار احمد وايي:«اصلآ خو موږ پیله کش یوو، د ورېښمو کار مو کاوه، خو کله چې د ورېښمو کار خراب شو، نو اوس دلته نور توکي خرڅوو.»

بل هټۍ‌وال، کریم احمدي زیاتوي«دا سرپوښ بازارونه وو چې ورته یې تیمچه ویل، او هغه بازارونه چې سر یې خلاص وو ورته یې کاروان سرای ویل، څوکاله مخکې دلته د ورېښمو کار ښه وو، خو اوس هغسې نه دی.»

د هرات د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست وايي، د څو بنسټونو په مرسته یې دا سرپټي پخواني بازارونه یو څه رغولي، خو پرمختللې راکړه ورکړه سبب شوې چې اوس ډېر خلک دې ډول سرپټو بازارونو ته سر ور ښکاره نه کړي.

د تاریخي سیمو د ساتنې امر، زلمی صفا څرګندوي:«اړتیا ده چې د سوداګریو خونو او یا هم له سوداګرو سره خبرې وشي، چې دا بازار ورغول شي او بیا کار پرې وشي.»

یوازې هرات نه دی چې په کې دا ډول تاریخي او پخوانۍ سیمې د نابودۍ له خطر سره مخ دي، بلکې د هېواد داسې ولایت نه شته چې هلته د تاریخي سیمو او اثار د لرغونتیا د ورکېدو اندېښنه نه وي.

herat

د تېرو څو کلونو جګړو او په همدې سیمه کې د هټۍ‌والو له قوله، د دې بازار ګوټي ګنبدونو ته نه پاملرنه اوس دا زړه راښکوونکې سیمه د نابودۍ له خطر سره مخ کړې ده

شریک یي کړئ