Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د ۱۱میاشتو په لړ کې څه باندې ۱۶۰۰ تنو د ځان وژنې هڅې کړې

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي چې هرات د روان کال له پیل راهیسې، تراوسه د ځان‎وژنې او د ځان‎وژنې د هڅې څه باندې ۱۶۰۰ پېښې په دغه ریاست کې ثبت شوې دي.

په دې لړ کې څه باندې ۳۰۰ هغه کسان چې د ځان‎وژنې هڅه یې کړې نارینه دي او شاوخوا ۵۰ دا هڅې د مړینې لامل شوې دي.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې ځان‎سوځونه، له زهرجنو توکو ګټه اخیستنه، او زندۍ کول د هغو کسانو د ځان‎وژنې هڅې دي چې په دغه روغتون کې ثبت شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وویل:«د ځان وژنې او یا هم د ځان وژنې هڅې په هرات کې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي او د دغو پېښو ډېری قربانیان هغه ځوانان دي چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۵ کلونو دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله په دې کار لاس پورې کوي.»

د دغه روغتون چارواکي وايي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.

د ځان‎وژنې ډېری پېښې د پنځلس تر پنځه ویشت کالو عمرونو په منځ کې شوي دي او کورني تاوتریخوالي، اجباري ودونه، د کافي سواد نشتوالی او فقر د دغو کسانو د ځان وژنې د هڅو لوی لاملونه بلل کېږي.

اخوا د هرات  د ښځو چارو ریاست وایي د کال له پېل راهیسې په دې اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۶۰۰ پېښې ثبت شوي دي او دغو مېرمنو له تاوتریخوالي نه د خلاصون لپاره مرګ غوره بللی او د ځان‎وژنې هڅه یې کړې ده.

د ښځو چارو د ریاست د حقوقو مدیره سمیه طاهري څرګندوي:«هرات کې ځان وژنې او ځان سوځونې، ډېرې دي چې د هغوی ډېری ثبت شوې نه دي، خو د هرات د عامې روغتیا شمېرې ښيي چې ځان سوځونې او ځان وژنې په هرات کې زیاتې شوې دي او موږ یې اندېښمن کړي یوو.»

د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي چې شپته سلنه د ځان‎وژنې هڅې د هرات په ولسوالیو کې شوې دي.

د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي چې شپته سلنه د ځان‎وژنې هڅې د هرات ولایت په ولسوالیو کې شوې دي.

شریک یي کړئ