Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د ۱۵وسله‎والو وژل کېدل

د هرات ولایت سیمه‎ییز چارواکي په دې ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې د ۱۵ وسله‎والو وژل کېدو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي افغان ځواکونو په زروخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات کړي چې د طالبانو ۹ قومندانانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي چې د افغان ځواکونو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د غوریانو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، ملا عبدالرحمن له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.

د هرات د والي د ویاند په خبره د اوبې او پښتون زرغون ولسوالۍ یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې شوې دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

هرات کې د ۱۵وسله‎والو وژل کېدل

ښاغلی فرهاد وايي چې د افغان ځواکونو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د غوریانو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، ملا عبدالرحمن له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی

شریک یي کړئ