د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له کبله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ورک دي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فراهاد نن(پنجشنبې د غبرګولي په دوهمه نېټه) وايي تېره ورځ د سختو
اورښتونو له کبله په یو شمېر سیمو کې سیلابونه راووتل.
دی زیاتوي سیلابونو لسګونه د هستوګڼې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ورانه کړې ده.
په وروستیو میاشتو کې هرات کې د سیلابونو له کبله سلګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او همداراز زرګونه د خلکو کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم روان شوې ده.