Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې نښته؛ اته طالب اورپکي وژل شوي

د هرات ځايي چارواکي نن یکشنبې (د مرغومې په ۲ مه) ادعا کوي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اته طالب اورپکي یې وژلي دي.

په دغې نښته کې همدارنګه ۱۵ تنه نور طالبان هم ژوبل شوي دي.

هرات ولایت کې پوځي چارواکي وايي چې دغه نښته تېره ورځ له غرمې وروسته د اوبه ولسوالۍ د شایانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د ملي پوځ پر یوې پوستې برید وکړ.

هرات کې د ملي پوځ د لومړۍ لوا قومندان جنرال زیات شاه عابد وايي چې په دغې نښته کې اته طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان دي.

بل پلو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ