Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې پر جومات برید د ۲۹کسانو ژوند واخیست

تېر ماښام هرات کې یوه ځانمرګي بریدګر د جوادیه جومات  پر لمونځ‎کوونکو برید وکړ او خپل چاودېدونکو توکه یې چاودنه ورکړه.

د هرات والي، محمد آصف رحیمي د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې برید کې ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۶۴ تنه نور ټپیان دي.

د هرات روغتون مشر، محمدرفیق شېرزي طلوع‎نیوز ته ویلي دي چې تر اوسه روغتون ته ۲۰ مړي او کابو ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د هرات سیمه‎ييزو چارواکو تائید کړې ده چې برید د ځانمرګي کس له لورې ترسره شوی دی.

دوی وايي چې بریدګر لومړۍ له جومات څخه د باندې پر خلکو برید کړی او وروسته یې ورسره چاودېدونکي توکي چوولي دي.

په همدې حال کې یو شمېر عیني شاهدان وايي چې یو شمېر ټپيان شخصي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې ولسمشر غني دا برید چې سې‎شنبې ماښام( د زمري۱۰مه)ترسره شوه، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ترهګریز برید د اسلامي او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی.

ښاغلي غني د دغه برید په غندلو سره ویلي چې ترهګر، په جوماتونو او ځینو نورو سپیڅلو ځایونو کې د ولسي وګړو په نښه کولو سره، تر ډېره د اسلام ضد ارزښت یې ښيي.

ولسمشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي یووالي حکومت له هېوادوالو په او په ځانګړې توګه له دیني عالمانو غواړي، چې د ترهګرو پر وړاندې دې، په یوه غږ ودریږي.

ولسمشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي یووالي حکومت له هېوادوالو په او په ځانګړې توګه له دیني عالمانو غواړي چې د ترهګرو پر وړاندې دې په یوه غږ ودریږي

شریک یي کړئ