Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه سرتېری چې کورنۍ ته یې مړی سپارل شوی و، ژوندی کور ته راستون شو

د نعمت الله په نوم د ملي اردو یو سرتېری چې څه موده وړاندې حکومت د نوموړي په نوم مړی د هغه کورنۍ ته سپارلی و، خو اوس ژوندی خپل کور ته راستون شوی دی.

د کونړ اوسېدونکی نعمت الله وايي، یو کال وړاندې د جګړې پرمهال طالبانو د یو شمېر ملګرو سره ژوندی ونیوه خو حکومت یې هغه وخت کورنۍ ته د ده په نوم د بل چا مړی سپارلی و.

۳۰ کلن نعمت الله د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او درې کاله وړاندې په ملي اردو کې شامل شوو، نعمت الله یو کال وړاندې په ارزګان ولایت کې د مخامخ جګړې پرمهال طالبانو ژوندی ونیو خو حکومت په وژل شویو سرتېرو کې حساب کړ.

د ملي اردو سرتېری نعمت الله وايي:«د شپې اته بجې جنګ شروع شو او د شپې تر درېیو بجو پورې جګړې دوام، له درلود موږ سره مرمۍ او وسله ختمه شوه ملګري مو ووژل شول. له لوا څخه مو د کومک غوښتنه وکړه، خو کومک ونه رسېد مجیور وو طالبانو ته تسلیم شوو.»

 نعمت الله وايي طالبانو سره شاوخوا لس میاشتې بندي و، او هغه وخت د دوی له بنده ازاد شول چې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر زندان برید وکړ او یوه میاشت کېږي چې خپل کور ته راغی دی. 

نعمت‎الله زیاته کړه:«زموږ د اطاقونو او طالبانو د اطاقونو ترمنځه شل مټره فیصل وه طیارې چې راغلې د طالبانو پر اطاقونو یې بمونو واچول بیا مونږ دروازې ماتې کړې بهرنیان او ځانګړي ځواکونه راغلل او موږ یې وایستلو.»

د نعمت الله پلار وايي حکومت ورته یو جسد وسپاره او ورته یې وویل دا د نعمت الله مړی دی او دوی د نعمت الله په نوم مړی خښ کړ او زړه یې ورڅخه د تل لپاره صبر کړ خو د لسو میاشتو په تېرېدو سره یې زوی نعمت‎الله کور ته ژوندی راغی. 

د نعمت‎الله پلار شیر اغا وویل:«لس ورځې وروسته یې موږ ته جسد وسپاره شپې مو جنازه وکړه مړی د لیدو نه وه نو ځکه مو شپې خښ کړ اته میاشتې وروسته مو زوی د طالبانو له زندان څخه ازاد شو او کورته راغی.» 

د نعمت‎الله د ماما زوی محمد امان هم څرګندوي:«حکومت ډېر ضعیف دی د ژوندي یاري کوي او د مړو نه کوي حکومت د خپلو مړو پوښتنه نه کوي سرباز چې کوم ځای کې پروت یې حکومت یې غم نه کوي.»
 
نعمت‎الله له وړاندې څخه کوژده کړې وه خو د یوې مودې لپاره د نعمت الله کوژدنې تمه نه درلوده چې د ژوند پیل شوی دغه فصل به یې بشپړ شي خو اوس نعمت‎الله په راتلوونکې یوه میاشت کې به د خپلې کوژدنې سره واده وکړي. 
 
شریک یي کړئ