سید بسام پاچا، هغه پولیس چې د خیرخانې د لب جر په څلور لاره کې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې له سرښندنې او قربانۍ سره وتوانېد چې لسګونه تنه وژغوري، له دوو څانګو لیسانس درلود.
هغه د ترکیې د پولیسو په اکاډمۍ کې پنځه کاله زدهکړې کړې وې او له هغې مخکې په سیاسي علومو کې هم لیسانس اخیستی وه.
له هغه سره، شپږ نور پولیس هم چې د قصر نوین هوټل ته د ځانمرګي بریدګر د ننوتو مخنیوی وکړ، وژل شوي دي.
سید بسام پاچا، تېره ورځ د دغې سیاسي غونډې د امنیت د ساتلو دنده په غاړه لرله.
دقیقاًهغه مهال چې ولسي وګړي تر غونډې وروسته له تالاره راوتل، د ده سترګي په هغه کس ولګېدې چې لږ وروسته یې د ده په ګډون ۱۶ نور کسان هم ووژل.
بسام پاچا بریدګر ته د درېدو غږ کوي، خو بریدګر نه درېږي او د خلکو ګڼې ګوڼې ته په منډه وي.
پاچا د بریدګر خواته ځان رسوي او غېږ کې یې نیسي او د خپل ځان په قربانولو سره نور ژغوري.
سید بسام ۲۵ کلن وه او په ترکیه کې د پولیسو په اکاډمۍ کې روزنه لیدلې وه. یو نیم کال وړاندې له ۵ کاله روزنې وروسته هېواد ته راستون شوی وه.
په ترکیه کې د بسام پاچا ټولګي والی مجیب الرحمان غفاري، د هغه له اخلاقو او چال چلند څخه وايي:«په یوې میاشت کې یو ځل کور ته راته. هغه داسې ژوند کاوه چې له خپلې دندې سره یې مینه کوله.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک هم د هغه له مېړانې ستاینه کوي او هغه یو اتل بولي.
هغه څرګنده کړه:«هغه یو اتل دی، له دې بله اتلولي نشته. زه نه پوهېږم چې د خلکو او د هغه د کورنۍ لپاره خپل احساسات څه ډول بیان کړم.»
د پنجشنبې ورځې پېښه کې بسام سره ۶ تنه نور پولیس هم قرباني شوي.
میرویس قاطع یو بل له هغو پولیسو څخه دی چې له اوه کله دنده ترسره کولو وروسته د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې ووژل شو او نن د جمعې پر ورځ خاورو ته وسپارل شو.
د میرویس پلار ګل کاکا وايي:«هغو کسانو چې دغه برید ترسره کړی په بهرنیو پورې تړلي دي او د پیسو په بدل کې، عزیت، شرف او وطن وپلوري.»
له هغه نه څلور ماشومان یې پاتې شوي چې مشر زوی یې فیض الله دی او ۱۴ کلن دی.
هغه د خپل د پلار د مړینې په اړه وویل:«په کور کې وم چې د چاودنې غږ راغی. نیکه مې زه بهر ته ولېږلم ترڅو ووینم چې څه پېښ شوي. کله چې د پېښې ځای ته راغلم، ټول ورخطا وو. کور ته راغلم ومې ویل چې پلار مې شهید شوی.»
دې ځوانانو سره د دوی هیلې هم خاورو کې شوې او ځورېدلې کورنۍ او دوستان یې اړ دي چې کلونه کلونه د دې ځوانانو غم وزغمي.