Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمندي سوله غوښتونکو دا ځل هرات کې د سولې غږ پورته کړ

د هرات په لسګونو اوسېدونکو د هلمندي سوله غږښتونکو کاروان له ملتیا سره، په هرات ښار کې په لاریون لاس پورې کړ.

لاریون کوونکي په هېواد کې د اوربند غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي چې د هېوادوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د هلمندي سولې غوښتنې کاروان، د ناامنیو په وړاندې د ځوانانو لخوا له څو مودې پرلت او اعتراض وروسته، په وروي میاشت کې دغه ولایت کې رامنځته شو.

دغه کاروان چې شمېر یې څه باندې شلو تنو ته رسېږي، په هلمند کې د اعتراضونو له پای وروسته په پلي توګه کابل ته راغلل او وروسته بیا د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړل. د هغوی اصلي غوښتنه، د اوربند اعلان او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې پیل دی.

اوس د دغه کاروان ځينې غړي هرات ولایت ته تللي. او په دغه ولایت کې یې د سولې غږ پورته کړی دی.

د سولې ولسي حرکت غړی امین الله وردګ وايي:«موږ له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي، خو له بدغه مرغه طالبانو منفي ځواب راکړ. له هغې وروسته شمال ته ولاړو او په ډنډ غوري کې له طالبانو سره خبرې اترې کړې بیا هم موږ ته یې منفي ځواب راکړ او کله چې کندوز ته ولاړو بیا هم ځواب یې منفي وو.»

د هرات لسګونه اوسېدونکو هم د سولې دا غږ بدرګه کړ.

د هرات یو تن اوسېدونکی ارش بشیریار په دې اړه وویل:«په هېواد کې ۳۵ کاله جګړه وه. تر کله به جګړه او بدبختي روانه وي. تاسې (طالبان) راځې له خپلو وروڼو سره جنګېږئ؛ راشې او له ملي یووالي حکومت سره چې اعلان یې وکړ په ټاکنو کې ګډون وکړئ، او سوله وکړئ.»

له دې سره جوخت فراه کې هم لسګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د سولې له روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ او د جګړو له ښکېلو لوریو یې وغوښتل چې هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي او د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د فراه اوسېدونکی محمد سرور هم څرګنده کړه:«له دواړو لورو (حکومت او طالبان) غواړي چې د دوه وروڼو په توګه له یو بل سره کېني او جګړه پای ته ورسوي څو دا هېواد اباد شي.»

د سولې د کاروان دا غږ په څو ولایتونو کې پورته شوی، دوی ټول غواړي چې د جګړې ځای سوله ونیسي او روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. دا غږونه داسې مهال پورته کېږي چې له څو ورځو راهیسې امریکايي او طالب استازي د سولې په اړه د قطر په دوحه کې پر خبرو بوخت دي.

دا د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو دی. د خبرو اترو دا پړاو د چارشنبې په ورځ پیل او نن شنبې (د سلواغې ۶ مې نېټې) پورې دوام لري. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه