Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د امنیت په تامین کې د چریکي ډلو ونډه

د هلمند والي له طالبانو سره د مبارزې او د امنیت تامین په برخه کې د دولت پلوه چریکي ډلو ونډه ارزښتناکه بولي.

په هلمند ولایت کې د دولت پلوه چریکي وسله‎والو شمېر کابو لسو زرو کسانو ته رسیږي چې په پارتیزانو مشهور دي. دوی ځانګړی یونفورم نلري. دا ځواکونه درې کاله وړاندې هغه مهال رامنځته شول چې وسله‎وال طالبان د لښکرګاه ښار تر دروازې رارسیدلي وو.

دغو ځواکونو کې ډیری داسې کسان ځای پرځای شوي دي چې د کورنۍ غړي يې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د یادو ځواکونو غړی، ګل محمد وايي:«موږ د ولس له منځته راپورته شوي یوو، د ولس او د دولت په ګټه کار کوو، دوی زموږ داسې دښمن دی چې زموږ د کورنۍ غړي یې شهیدان کړي دي.»

همداراز بل غړی یې، عبدالرحیم زیاتوي:«د دښمن په تحرکاتو باندې موږ بریدونه کوو، موږ ولس خلک یوو.»

اوس دغه ځواکونه په هلمند کې په هغه سیمو کې ځای پرځای شوي دي چې د طالبانو د تګ راتګ لارې دي او یاهم د طالبانو نغوذ پرې ډېر دی.

په همدې حال کې د هلمند والي، یاسین خان وايي دغه ځواکونه دري کاله وړاندي پرداسي مهال جوړ کړه چې په هلمند کې امنیتي وضیعت تر بل هر وخت ډیر خراب وو.

د هلمند والي وړاندې وايي:«دا چې دوی په اردو او پولیسو کې استخدام کېدل وخت یې نیولو، نو موږ دا طرحه جوړه او ملي امنیت او ولسمشر ته مو وړاندې کړه، او څلور سوه تنه مو په دیرشو کسانو ګروپونو کې وګمارل او دوی ډېر ګټول تمام شول.»

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي دغه ځواکونه يي د هلمندي ځوانانو څخه جوړ کړی دي.
 
شریک یي کړئ