Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۱۷ تنه پولیس وژل شوي

داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د پولیسو د یوه قومندان په ګډون ۱۷ تنه پولیس وژل شوي دي.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي د ۶۰۱ لویې لارې قومندان ګران حبیب هغه مهال ووژل شو چې د نهرسراج ولسوالۍ د تانکي سیمه کې د پولیسو پوستې ته د مرستې لپاره تللی و چې بهرنیو ځواکونو په تېروتنې په نوموړې سیمې هوايي برید وکړ.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې که‎څه هم نه څرګندوي چې په دغه برید کې څو تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي، خو وايي چې بهرنیو ځواکونو له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره وردانګلي دي. او د جګړې په پایله کې اته تنه پولیس وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپيان دي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي چې په دغه برید کې د پولیسو د یوه قومندان په ګډون ۱۷ تنه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

دغه وزارت همدارنګه طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبره هم کوي.

شریک یي کړئ