Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د ملي پولیسو مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې

د هلمند ولایتي شورا وايي په تېره یوه اووني کې د یاد ولایت په بیلا بیلو سیمو کې څه د پاسه ۳۰ تنه ملي پولیس وژل شوي دي.

دوی وايي د وژل شویو پولیسو له ډلې ۱۸ تنه د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید او ۱۱ تنه د هلمند په سویل کې په ریګې جبار سیمه کې وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي شورا غړی، حیات الله مایار وايي:«ملي پولیس او امنیه قومندانۍ پورې مربوط پرسونل کابو ۳۰ او تر ۳۵ تنو پورې شهید شوي دي، دا چې نظامیان او ملکي کسان شهیدان کېږي، یا بمباریو کې شهیدان کېږي، دا حالت ټولو هلمندیانو ته خواشینونکی دی.»

بل خوا یو شمېر هلمندیان وايي پدغه ولایت کي یو شمېر چارواکي د ملی پولیسو له دندې څخه ناوړه استفاده کوي، او د ملي پولیسو په نوم یو شمېر کسان د هلمند په سویل کې چې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې سیمه ده د نشه يي توکو د قاچاقو او غلاوو په موخه خلک لوټي.

د ناوي ولسوالی د ټولنیزې شورا رییس، حاجي عتیق الله وايي:«ناوې ولسوالۍ کې خلک وايي چې کابو ۱۱ تنه وژل شوي او د پولیسو له نامه نه یو شمېر کسان استفاده کوي.»

د ګرمسیر ولسوالی د تولنیزې شورا رییس، حاجي شاه خان زیاتوي:«دلته غلاوې کېږي، باید رهبري او ریاست تعقیب وکړي چې دا څه ډول راکنټرول شي.»

خو د هلمند امنیه قوماندان یادې پيښې مني، خو ملي پولیسو ته د اوښتو تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي.

د هلمند امنیه قوماندان وایي د هلمند جګړه او د سولې روانې خبرې یو پربل اغیزې لري او طالبان غواړي چې خپل ځواک وښه يي.

د هلمند د امنیه قوماندانی سرپرست، سمونمل احسام الدین هلمندي څرګندوي:«زخمي او وژل شوي دواړه په تلفاتو کې حسابوي، زموږ تلفات ځکه زیات شول چې سوءتفاهم د جي پي اس او طیارې کې راغلل او دې زموږ تلفات زیات کړل.»

د هلمند په سویل کې د ریګ پراخه سیمه چې د پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري د وسله‎والو طالبانو او نشه‎توکو ترافیکو مهمه لاره ده.

خو د هلمند امنیه قوماندان یادې پيښې مني، خو ملي پولیسو ته د اوښتو تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي

شریک یي کړئ