Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې ماین چاودنې یو سیمه‎ییز خبریال ټپي کړ

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د ماین چاودنې له کبله یو سیمه‎ییز خبریال ټپي شو.

سیمه ییز خبریال، نثار احمد احمدي نن(سې‎شنبې د کب په ۲۱مه نېټه) هغه مهال ټپي شوی چې پر موټر یې چسپکي ماین نښلول شوی وو.

د هلمند ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي د ښاغلي احمدي پښې ټپي شوې دي او اوسمهال په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

چارواکي د ښاغلي احمدي حالت ښه بولي.

چارواکي وايي پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې ښاغلي احمدي په یوه کلب کې له سپورټ کولو وروسته غوښتل د خپل کاري دفتر پر لور لاړ شي چې ماین پرې چاودلی دی.

د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

نثار احمد د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د سباوون په نامه یوه سیمه‎ییز ټلویزون سره د خبریال په توګه کار کولو

شریک یي کړئ