د هلمند ولایت اوسېدونکي ادعا کوي چې د افغان هوايي ځواونو هوايي برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي تېره شپه(یکشنبې د غويي په ۲۹مه نېټه) د دولت پوله ځواکونو هوايي برید کې ۵ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
دوی وايي هوايي برید د نهرسراج ولسوالۍ په زنبلي سیمه کې شوی او د پنځو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د نهرسراج اوسېدونکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د هلمند ایمرجنسي روغتون ته لېږدولي دي.
په همدې حال کې د هلمند والي د پېښې د څېړنې له پیله خبر ورکړی دی.