Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې پر پوځي اډې برید؛ ۲۵ تنه سرتېري وژل شوي

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي چې طالب جنګیالیو د جمعې ورځې (د کب په ۱۰ مه) د سهار درې بجو په شاوخوا کې له څو خواوو د شوراب پر اډې برید وکړ چې دې ځای کې ۲۱۵ میوند قول اردو هم موقعیت لري.

دا برید، د شپې ناوخته له دوه بجو وروسته پیل او تراوسه (۶ بجو) پورې یې دوام درلود.

خو د دغې خبرپاڼې پربنسټ، په دغه برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې مالوم نه دی. او دم‎ګړۍ په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.

خو یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغ برید کې د میوند قول اردو د ګارنیزیون قومندان په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي او د جګړې د دوام دا دی چې ځینې بریدګر هاموې موټرو ته ننوتلي دي.

د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه د اسدالله خالد د کار له پيل وروسته دا په یوه برید کې د ملي پوځ تر ټولو ستره مرګ ژوبله ده چې ورسېږي.

ملي دفاع وزارت د بریدګرو شمېر دولس تنه ښيي او په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دا یو پېچلی ترهګریز برید و.

د طالبانو دا برید په داسې حال کې د هېواد په سوېل کې پر یوې مهمې پوځي اډې ترسره کېږي چې د ارمریکا استازي له طالبانو سره په دوحه کې د سولې پر خبرو ترو بوخت دي.

اخوا طالبانو ادعا کوي، چې په دغه برید کې دولتي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. خو رسمي سرچینې دا ادعا نه مني.

د هلمند ولایت د رسنیو دفنر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید د افغان ځواکونو له خوا په شاتمبول شوی دی.

شریک یي کړئ