د هلمند ولایت سیمهييز چارواکي وايي یادو ولایت کې د ۷ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي زیاتوي چې یکشنبې(د غبرګولي۷مه) د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته کې یاد شمېر وسلهوال وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
نښته تېره ورځ هغهمهال پیل شوې ده چې لسګونو وسلهوالو پر سنګین ولسوالۍ برید کړی.
د هلمند سیمهييز چارواکي وايي چې نښتې څو ساعتونو دوام درلود او وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې وسلهوال په شا وتمبوي.
د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.