Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هندۍ رسنۍ: جیش محمد ډلې خپل مرکزونه افغانستان ته لېږدولي

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې جیش محمد پاکستانۍ ډلې خپل مرکزونه له پاکستانه افغانستان ته ليږدولي دي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان په بالاکوټ ښار کې د دې ډلې پر مرکز د هند له بریده وروسته دغې ډلې خپل جنګیالي د افغانستان د کونړ، ننګرهار او نورستان ځینو برخو ته ليږدولي دي.

د ولسي جرګې غړی اقبال صافی وايي:«په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې په مخ بیايي او هر څوک چې هر ډول عملیات ترسره کړي د دغو ډلو په نامه یې ترسره کوي. نو د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ کېږي.»

د دغو رسنیو په رپوټ کې راغلي د هند استخباراتي مالومات ښيي چې په کابل کې د هند پر سفارت او همداراز په کندهار کې ددغه هیواد پر کونسلګرۍ د دې ډلې د بریدونو خطر شته.  

د نړیوالو اړیکو کارپوه بصیراحمد یوسفي وویل:«کله چې موږ دننه په افغانستان کې د نړۍ د استخباراتو خبره کوو، د دوی هر یو په افغانستان کې خپلې ګټې تعقیبوي.»

په کابل کې د هند سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي د ترهګرو اصلي پټن‎ځایونه په پاکستان کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«د ترهګرو شبکو مشران د پاکستان په خاوره کې خوندیتوب لري، دا ډېره څرګنده کړه، د ترهګرو ډلو غړي د پاکستان په خاوره کې تمویل تجهیز او افغانستان ته راستول کېږي.»

جیش محمد توندلارې پاکستانۍ ډله ده چې کابو شپږ میاشتې مخکې هند په هندي کمشیر کې ددې ډلې د برید په غبرګون کې چې له امله یې څه دپاسه ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول، د پاکستان پر بالاکوټ ښار چې د نوموړې ډلې مرکز و هوايي برید وکړ او وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات زیات شول.

د هندي رسنیو په حواله، استخباراتي مالومات د دې ښودنه کوي چې په کابل کې د هند پر سفارت او کندهار کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د برید ګواښ شته.

شریک یي کړئ