ټاکل شوې هند له څلورو میاشتو په کمه موده کې افغانستان ته څلور "مې۲۴" چورلکې ورکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې دا چورلکې به په جولای میاشت کې افغان امینتي ځواکونو په واک کې ورکړل شي.
هندونستان ټایمز په هند کې د افغانستان پخواني سفیر، شیدا محمد ابدالي له قوله لیکلي چې مخکې له دې افغانستان، هند او بیلاروس د هند جنګي الوتکو د جوړولو او افغانستان ته یې د ورکړې هوکړه کړې وه.
ښاغلي ابدالي څرګنده کړې چې دا هوکړه کابو یوه میاشت مخکې د افغانستان، هند او بلاروس ترمنځ شوې وه.
هند په ۲۰۱۵ زیږدزی کال کې هم افغانستان ته څلور جنګي الوتکې ورکړې وې.