Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هوايي بریدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبلې په اړه د یونما اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما په روان زیږدیز ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان ۵ کې د هوایې بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یونما کاپیسا کې وروستي برید ته په اشارې نن (سې‎شنبې د تلې ۳مه) په خبرپاڼه کې ویلي دي:« یوناما ګڼ شمېر تورونه ترلاسه کړل چې د کاپیسا تګاب ولسوالۍ په بډراب سیمه کې د هوايي برید په پایله کې د یوه ښوونکي کور ته زیان اوښتی او په ترڅ کې یې د څلورو ماشومانو او درې میرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ووژل، او د درې میرمنو په ګډون ډېر شمېر نور ټپیان شول.»

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برید ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو:«د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې د دوه او دولسو کلونو تر منځ وو، د یوې کورنۍ څخه وو. د بلې کورنۍ له شپږوغړو له ډلې چې پنځه یې ښځې او ماشومان وو د کور د ویجاړېدو له امله ژوبل شول.»

یوناما وړاندې ویلي پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دولت پلوي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو خلاف عملیات وکړل.«تر اوسه روښانه نه ده چې آیا برید د نړیوالو پوځي ځواکونو یا افغان هوایي ځواکونو ترسره کړی دی.»

دی بنسټ ویلي دي چې د پېښې په تړاو د جزئیاتو ترلاسه کولو په موخه له دواړو لورو سره په اړیکه کې ده.

د یونما د خبرپاڼې له مخې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په نیمايي د هوايي بریدونو په پایله کې ۳۵۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۴۹ تنه وژل شوي او۲۰۴ نور ټپیان شوي دي. خو د روان کال همدې مودې په ترڅ کې دا شمېر ۵۲ سلنه زیات شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې روان کال نیمايي کې د ملکي کسانو اووه سلنه مرګ ژوبله د هوايي بریدونو او وسله‎والو نښتو له کبله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې د مرګ ژوبلې ۵۲ سلنه افغان ځواکونو بریدونو، ۴۵ سلنه بهرنیو ځواکونو او درې سلنه هم د حکومت‎پلوه ځواکونو ته منسوب شوي دي.

د راپورونو له مخې د روان کال په نیمايي کې اووه سلنه مرګ ژوبله وسله والو نښتو او هوايي بریدونو کې رامنځته شوې ده.

په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه د یونما د شپږ میاشتني رپوټ له خپرېدو وروسته، یونما د هوايي بریدونو په پایله کې د ولسي وګړو ورځ تر بلې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی هم ثبت کړی دی.

د کاپیسا ولایتي شورا مرستیال وايي د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

محفوظ صافی زیاتوي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب کلي کې د طالبانو پر ضد هوايي برید وکړ او په پایله کې یې ملکي کسان وژل شوي دي.

د ښاغلي صافي په وینا په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دی وړاندې وايي چې په برید کې درې تنه ټپیان دي.

د ولایتي شورا مرستیال د پېښې زیانمن ټول د سیمې اوسېدونکي بولي.

په همدې حال کې هېواد کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې په ترسره شویو پوځي عملیاتو کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

همداراز د کاپیسا د والي ویاند، قیس قادري په تګاب ولسوالۍ کې ګډ پوځي عملیات تایيدوي، خو په ترڅ کې یې د ملکي کسانو وژنه نه مني.

له دې سره هم مهاله ځينې رپوټونه د میدان وردکو جغتو ولسوالۍ کې هم د ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. د راپورونو له مخې د طالبانو له یوه بنده د شپږ پوځي سرتېرو د خوشې کولو په موخه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ