د هېواد ملي دفا ع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په بریدونو کې د چې د هېواد بېلابیلو سیمو کې یې کړي دي کابو ۴۲ طالب او داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې چې د هلمند ولایت په ګرشک، نادعلي، ګرمسیر ولسوالیو کې ترسره شوي، ۷ طالب وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
یاد وزارت وايي چې په دې بریدونو کې د ترهګرو پټنځایونو او مهمات هم له منځه تلي دي.
دې وزارت په بیلو پوځي عملیاتو کې چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې ۱۵ وسلهوال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او یو شمېر مهمات د نقلیه وسایطو سره له منځه تلي دي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۲۰ داعش وسلهوال وژل شوي او وسلې یې هم له منځه تلي دي.
ملي دفاع وزارت د پوځي عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او طالبان هم په دې اړه څه نه دي ویلي.