Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هوايي برید کې د طالب قومندان وژل کېدل

د هلمند ولایت سیمه‎ییز په نهرسراج ولسوالۍ کې د ابراهیم رحمت په نامه د طالبانو د یوه قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) راغلي دی چې یاد طالب قومندان د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې دفاع وزارت هم په غزني ولایت کې د ۲۲ وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلي دي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو سیمه‎ییز قومندان هم شامل دی.

دفاع وزارت وايي دغه ۲۲ طالب وسله‎وال د مرکز په ګډون اب بند، اندړو او قره باغ ولسوالیو کې وژل شوي دي.

 خبرپاڼه زیاتوي چې په دې بریدونو کې اته وسله‎وال ټپیان شوي دي او د دوو موټر په ګډون یو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې هم چارواکو په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ۳۱ وسله والو له وژل کېدو خبر ورکړی وو.

طالبانو د شویو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

هوايي برید کې د طالب قومندان وژل کېدل

د هېواد ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د افغان ځواکونو په یو شمېر بریدونو کې چې د غزني ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې ترسره کړي، اته وسله وال ټپیان شوي هم دي

شریک یي کړئ