Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هیچسن: سولې ته د طالبانو راضي کول د امریکا د تګلارې یوه برخه ده

په ناټو کې د امریکې، المان، ایټالیا او ترکیې دایمي استازي او همدارنګه په اروپا کې د ناټو لوړپوړی قومندان افغانستان ته په یوه دوه ورځني سفر راغلي دي.

د ناټو دغه لوړ پوړی پلاوی په کابل کې د ملي یووالي حکومت مشرانو سربېره په هرات کې د پېژندل شوو سیاسي کسانو سره هم لیده کاته کړي دي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه څرګندونې چې ویلي دي له طالبانو سره سولې نه کوي داسې ځواب وي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازی کي بیلي هیچسن څرګندوي:« فکر کوم ولسمشر ټرمپ کله چې دغه خبرې وکړې یوه اوونۍ وروسته طالبانو وحشیانه بریدونه وکړل هغه زموږ ټولو په څېر حیران شوو په هغه هېواد کې چې د سولې لپاره دومره هڅه کوئ، داسې زیانونه رامنځته کېږي. خو له هغې وروسته دی د افغان سولې څخه ملاتړ کوي او دا د هغې تګلارې یوه برخه شمېرل کېږي چې په اګیسټ میاشت کې اعلان شوه. چې موږ به طالبان د سولې مېز ته راولو.»

په همدې حال کې د ناټو ملکي برخې استازی هم سوله د کړکېچ یوازنۍ یوازینۍ حل لاره بولي.

د ناټو ملکي برخې استازی کور نیلیس زیمرمن څرګنده کړه:« وسله‎وال له پوځي لارې نه شي کولای بریا ته ورسېږي! فکرکوم سولې ته یوازې یوه لاره شتون لري چې هغه هم د خبرو اترو مېز دي.»

بلخوا په ناټو کې د امریکا دایمي استازی په حکومت کې د خپل منځي اختلافونو او په ځانګړي توګه د جمعیت او حکومت ترمنځ د شخړو په هواري ټینګار کوي.

کي بیلي هیچسن په ډاګه کړه:« هغه څه چې موږ یې ترسره کوو دا دي چې افغان مشرانو ته وایو چې دغه موضوع دې حل کړي او مخ ته دې ولاړ شي، موږ کوم  ونډه په غاړه نه اخلو، خو وايي چې دا د سولې او پخلاینې او پرمختګ یوه برخه ده.»

له دې سره جوخت د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نېکلسن ټينګار کوي چې په افغانستان کې سیاست باید امنیت ته زیان ونه رسوي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:« زه غواړم هغه پیغام چې افغانانو ته ورسوم دا دی موږ د تاسو سیاسي بهیر ته درناوی لرو د یوه پوځي قومندان په حیث زما غوښتنه دا ده چې سیاست دې امنیت ته زیان ونه رسوي.»

په داسې حال کې چې کابل له طالبانو سره د قطر دفتر د تړلو په اړه خبرې پيل کړې دي خو په ناټو کې د امریکا دایمي استازی وايي چې قطر کې د دغه دفتر د تړلو په اړه په څه نه پوهېږي.

نماینده همیشه گی امریکا در ناتو و نماینده غیرنظامی ناتو در افغانستان، به طالبان هشدار می دهند که هرگز برندۀ جنگ نخواهند شد.

شریک یي کړئ