Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د تاوتریخوالي او ولسي مرګ ژوبلې د کموالي لپاره هڅې

د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت جنرال سکاټ مېلر په هېواد کې د تاوتریخوالي او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره له هڅو خبر ورکوي.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر څرګنده کړه:«فکر کوم چې روژه، دا اختر او لوی اختر موږ ته دا فرصت راکوي چې پوه شو څرنګه ملکي تلفات او تاوتریخوالي کم کړو، په دې ولایت کې له خلکو سره لیدنه ډېره ښه وه فکر کوم چې تاسو ټول باید پر خپلو امنیتي ځواکونو وویاړئ.»

بلخوا د ملي دفاع نوماند وزیر چې د د ناټو پریکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سره د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی وايي چې د سولې له هڅو هرکلی کوي، خو هېڅ کله دا هېڅې د واک د لېږد په مانا نه ګڼي.

اسدالله خالد وايي امنیتي ځواکونه په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي.

د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد وویل:«موږ ته یو ډول وهم پیدا شوی چې دا سوله د واک لېږد خوا ته ولاړه نه شي، چې موږ هغه ته په هېڅ وجه اجازه نه ورکوو.»

د ملي دفاع نوماند وزیر همداراز وايي په وردګو ولایت کې ناامني د پلازمېنې په وړاندې ګواښ ده او امنیتي ځواکونه به په دې ولایت کې امنیت ټینګ کړي. 

په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په جګړه کې د ملکي خلکو او پوځیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ