Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د نوي ایتلاف په اړه د مدني او سیاسي فعالانو غبرګون

له هغې وروسته چې یو شمېر ګوندونو او سیاسي بهیرونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ستر ملي ایتلاف په نوم خپل موجودیت اعلان کړ، یو شمېر سیاسي فعالینو او د مدني ټولنې غړي وايي دغه ایتلاف کوم پروګرام او مشري نه لري.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ (د زمري په ۵ مه) په کابل کې یوې ناسته کې د دغه ایتلاف په وړاندې غبرګون وښود او وې ویل چې د هغو کسانو له خوا چې په خپله حکومت کې دي د ایتلافونو جوړول په هېواد کې د اوسنیو کړکېچ حل لاره نه ده او ډېر دوام به ونه کړي.

د مدني تولنې غړی سید ناصر موسوي وايي:«هېڅکله اپوزېسیون نه دی توانېدلی ترڅو د ولسمشریزو ټاکنو تر وخته دوام وکړي. ځينې وختونه هغه اپوزېسیون چې پروګرام ونه لري د شخصي ګټو پر بنسټ جوړېږي، او ډېر ژر دړې وړې کېږي.»

د مدني ټولنې بل غړی احمد ذکي هم وايي:«که‎چېرې دا حکومت ستونزه لري، فساد ګر دی او نیمګړتیاوې لري نو ولې تاسې چې ادعا کوئ چې پاک او ښه یاست نو له دې ټولو ککړتیاو سره او له دې ټولو ناسمو اړیکو سره تاسې هم نه یو ځای کېږئ. دوی پرېږدی په خپل حال او ځان بېل کړي.»

د بلخ پخوانی والي، عطامحمد نور، د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر او ځينې نورې سیاسي او جهادي څېرې د دغه نوي ایتلاف غړي دي.

د سیاسي او د مدني ټولنې غړي وايي په تېرو وختونو کې هم په هېواد کې داسې ایتلافونه جوړ شوي خو له دې امله چې د دغو ایتلافونو د جوړېدو موخه د کسانو شخصي ګټې وې یوه یې هم دوام نه دی کړی نو که دا ایتلاف هم د هېواد د ستونزو د هواري لپاره عملي پروګرام ونه‎‎لري ډېر ژر به دړې وړې شي.

سیاسي فعال شاه محمد کریمي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې دغه ایتلاف او د دغه ایتلاف چلوونکي زموږ د خلکو پر اصلي غوښتنو او مهمو اړتیاو ته چې هماغه ملي یووالی او ملي پیوستون، او د یو بل پر ارزښتونو باور دی، صداق او باوري وي ښايي موږ په اوسني کړکېچ وضعیت کې د یوه مثبتې پایلې شاهد وو، له هغې پرته شته کړکېچ به زیات شي.»

دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي جمعیت د یو شمېر غړو په وینا څه باندې ۳۰ سیاسي ګوندونه او بهیرونه، ولسي شوراګانې او مدني ټولنې د افغانستان د لوي ملي ایتلاف په نوم سره یو ځای شوي او غواړي چې حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي او د هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره سمه پلانونه وکړي.

شریک یي کړئ