Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې یومیلیون ښځې او سل‎زره ماشومان د نشه‎يي توکو روږدي دي

د عامي روغیتا وزارت منې چې په هیواد کې یو میلیون میرمنې په نشي توکو اخته دي.

د دغه وزارت د نشي توکو دغوښتنې دکمښت برخې رئیس وایي دهغو ماشومانو شمېر چې په نشیې توکو اخته دي سل زرو تنوته رسیږي.

شاهپور یوسف وايي:«موږ د کابو۹۰۰زره تر یو میلیونو مېرمنو شاهدان یوو چې پر نشه‎يي توکو روږدي دي او کابو سل زره ماشومان هم په افغانستان کې پر نشه‎يي توکو روږدي دي.»

له دې وړاندې په رسمي شمېرو کې په هېواد کې د ټولو هغه کسانو شمېر چې په نشه‎یې توکو اخته دي یونیم میلیونه ښودل کیده.

په هغو مراسمو کې چې په افغانستان کې د مارچ د اتمې ورځې د لمانځلو په موخه جوړ شوي وو، په نشه‎یي توکو د روږدو میرمنو د شمېر یادونه وشوه.

یو شمېر هغه میرمنې چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی وايي په نشه روږدي کیدل یې له خاوندانو ورته لیږدول شوي دي.

نازنین وايي:«له خاوند سره مې چې کله یې په کور کې کارول ده هم روږدې شوم.»

مروه موسوي زیاتوي:«دلته زموږ راوستل بې فایدې دي، تر هغې چې له قاچاق کوونکو سره له پاسه کار ونشي موږ چې کله ووتو نو بیا یې کاروو، دا د خبرې سپینه ده.»

په اوسني وخت کې په ټول هېواد کې په نشه د اخته ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره څه باندې شل مرکزونه شته خو دا شمېر مرکزونه د ټولو روږدو ښځو او ماشومانو لپاره بسنه نکوي.

اټکل کیږي چې افغانستان له درې میلیونه زیات په نشه اخته کسان لري او په هېواد کې د روږدو د درملنې ظرفیت له لس سلنې لږ دی.

په دغه راز وضعیت کې په نشه د اخته مېرمنو د شمېر په اعلانولو دا انديښنه رامنځته کیږي چې ښايي په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر له دې زیات وي.

مخکې له دې په هېواد کې پر نشه‎يي توکو د اخته ټولو کسانو شمېر کابو یو نیم‎ میلیون ښودل کېدو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې ښايي د روږدو کسانو شمېر له زیات وي

شریک یي کړئ