Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وانګ يي:پاکستان دې پر طالبانو له خپل نفوذه کار واخلي

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې له پای وروسته، ولسمشر غني په ارګ کې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې دغه لیدنې نن له غرمې وروسته په جلا توګه په ارګ کې وشوې، چې په هغه کې د سولې، ټاکنو، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، ولسمشر غني د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې«هېواد یې د سولې سیمه‎ییزې اجماع د پیاورتیا لپاره ډېره همکاري وکړي.»

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې «د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، زېربنا، سوداګرۍ او د افغانستان پرمختیا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.»

ښاغلي وانګ يي همدارنګه ویلي چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بین الافغاني سولې په بهیر کې همکاري کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار کړی«پاکستان پر طالبانو خپله اغېزه لري او له هغه هېواده به وغواړو ترڅو له دغې اغېزې په ګتنې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره ځینې عملي اقدامات ترسره کړي.»

له دې سره جوخت، د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي:«په دغې لیدنه کې دوه اړخیزه همکارۍ او له ترهګرۍ سره د ګډه مبارزې په اړه بحث او د نظر ادلون بدلون شوی دی.»

په دغې لیدنه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

شریک یي کړئ