Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وردکو کې د ملي امنیت پر مرکز د برید پلانونکی ووژل شو

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې چهارشنبې(د سلواغې په ۳مه نېټه) وايي په میدان وردګو کې د ملي امنیت پر مرکز د برید پلانونکی یې د هغه له اوو تنو ملګرو سره وژلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاد کس قومندان نعمان نومېده او تېره شپه کابو یوولیس بجې د د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

دوشنبې میدان وردګو ولایت کې طالبانو پر یاد مرکز برید کړی وو چې په پایله کې یې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۸ تنه نور ټپیان شول.

برید د ملي امنیت پر مرکز د موټر بم په چاودنې پیل او وروسته له هغې درې تنه نور بریدګر له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت شول.

سیمه ییزو چارواکو وویل چې په برید کې څلور بریدګر ښکیل وو.

د برید مسوولیت طالبانو ومانه.

د پېښې شاهدانو ویلي وو چې بریدګرو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په څېر یونیفور اغوستی وو.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت پر قطعې د بریدګر د پلانونکي د منځه وړو عملیات تېره شپه کابو یوولیس بجې ترسره شول

شریک یي کړئ