د میدان وردګو ولایت پولیس د برمته کوونکو له منګلو څخه د یوه هندي انجنیر د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي چې یاد هندي انجنیر د امنیتي ځواکونو په یولړ عملیاتو کې د سړي تښتونکو له منګلو وژغورل شو.
دا چارواکي زیاتوي چې د دې انجنیر د خوشې کېدو لپاره یې درې ځلې عملیات ترسره کړي دي.
چارواکو د پوځي عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د یادولو ده چې یاد انجینیر دوه میاشتې مخکې برمته شوی وه.