Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروسته له اتو کالو د افغان ځواکونو پرمخ د شېرزادو د لارې خلاصېدل

امنیتي ځواکونه تر اته کلن ځنډ وروسته د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې ولاړل او هلته یې مېشت ځواکونو سمبال کړل.

د امنیتي ځواکونو په وینا، په په تېرو اتو کلونو کې د شېرزادو لاره د دوی پرمخ تړلې وه او له تېرو څلورو ورځو راهیسې دوی دغه ولسوالۍ ته د اکمالاتو او عملیاتو لپاره د ځمکې له لارې ورغلي دي.

په شېرزادو کې مېشت امنیتي سرتېري نیوکه کوي چې لا هم د ولسوالۍ ودانۍ څلورو خواوو کې وسل‎ وال طالبان فعال دي. همدا راز ځايي مېشتي په دغه ولسوالۍ کې د روغتونونو او ښوونځیو د بندښت یاده هم کوي.

د پوځ سرتېری، عیسی ګل وايي:«د شین خېلو خوړ سیمه کې دا لومړی ځل دی چې پرته له مرګ ژوبلې ولسوالۍ ته داخلیږي.»

همداراز د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی، شین ګ زیاتوي:«دلته خو ظلمونه شوي دي، مرګ ژوبله شوې ده، ویشتل شوي دي.»

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، سعدالله څرګندوي:«که طالبان راشي حکومت یې نه پرېږدي او که حکومت راشي طالبان یې نه پرېږدي، دوی منځ کې اختلافات دي، نوخلک یې قرباني کېږي.»

د شېرزادو ولسوالۍ ودانۍ ته رسېږو، هغه ولسوالۍ چې هېڅکله له جګړو خوندي نه وه او دا ویجاړۍ شپږ ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو په دوه موټر بم بریدونو او ډله ییز وسله وال برید کې رامنځته شوي چې شپږ ساعته یې دوام وکړ.

په شېرزادو ولسوالۍ ملي پولیس، عجب ګل وايي:«ډېر کلونه کېدل چې دا ولسوالۍ تر ګواښ لاندې وه، اوس هم چاپېره ګواښونه شته.»

د پوځ سرتېری، محمد نادر زیاتوي:«شاخوا کلیو کې دښمن شته، موږ په کلابندۍ کې یوو او که عملیات ونه شي نو دښمن له دې ځایه نه ځي.»

د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې روغتون چې له تېرو دوه اونیو راهیسې ځکه طالبانو تړلی چې د حکومت په لمن کې دی. د دې روغتون درمل او نور وسایل هم د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کې لمنځه تللي او څوکیدار ظهور الله یې پر راټولولو بوخت دی.

د شېرزادو مرکزي روغتون څوکیدار، ظهور الله وايي:«دوه اوونۍ مخکې دا ټول کلینکونه په شېرزادو ولسوالۍ کې بند شوي وو. حالات خراب وو.»

د شېرزادو په مرکزي ښوونځي کې بیا یوازې دا څوکیداران لیدل کېږي چې د ماتو شویو ښیښو ټوټې راټولوي. د جګړو له ویرې دلته هېڅ زده کوونکی له یوې اونۍ راهیسې نه راځي او ان د ښوونکو درک هم نشته.

د شېرزادو مرکزي ښوونځي څوکیدار، عبدالشکور وايي:«نه در شته نه دروازه شته، د چاودنو او بدبختیو له لاسه ښوونځي بند دي، او کابو دری نیم زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.»

د شېرزادو ولسوالۍ کې تازه افغان ځواکونه لیدل کېږي، د سېلاب قول اردو چاروکي ادعا کوي چې دلته یې چاڼیز عملیات هم پیل کړي او دېرش تنه طالب وسله وال یې هم پکې وژلي دي.

د سېلاب قول اردو څلورمې پلې لېوا قوماندان، محمد کریم نیازی څرګندوي:«دلته تګ راتګ نه کېدو، په تېرو څلورو ورځو کې چې پوځي عملیات شوي دي یو شمېر کلي د دښمن له شتون نه پاک شوي دي او کابو ۳۰ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.»     

شېرزاد د سپین غره په لمنه کې پرته ولسوالي ده، د نا امنۍ سربېره پکې د حکومت پر وړاندې لویه ننګوونو د شوکاڼي د کانونو غېرقانوني او غېرمسلکي کیندنې دي چې ویل کېږي وسله وال طالبان هم ترې باج اخلي او دغه سیمه کې د جګړې د دوام مهمه سرچینه بلل کېږي.
 
sherzad

په شېرزادو کې مېشت امنیتي سرتېري نیوکه کوي چې لا هم د ولسوالۍ ودانۍ څلورو خواوو کې وسل‎ وال طالبان فعال دي

شریک یي کړئ